اطلاعات روز: بغلان ولایت کې د یو مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له کبله شپږ کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې تېره شپه (شنبه، ۲۹ د لیندۍ) د شمالي سالنګ د پنځمې ګولایي سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس پر سړک د یخ له کبله له کنټرول وتلی او چپه شوی دی.
د راپورونو له مخې دغه بس له پلخمري څخه کابل ته روان و.
ملي تلویزیون ویلي، چې په دې پیښه کې پنځه تنه سړي مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.
د پېښې ټپیان د بغلان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي، چې د پنځو ټپیانو حالت نازک بلل شوی دی.
افغانستان کې هر کال ګڼ شمیر ترافیکي پیښې د سلګونه کسانو ژوند اخلي.
د سړکونو خرابوالی د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې پیښو اصلي عوامل ګڼل کېږي.
