په کابل کې د طالبانو په یوه حکومتي اداره کې یو ځوان کارمند ګوري چې کاري روشونه ګټور نه دي او پراخ فساد شته دی، خو بیا هم خپل نظر له دې امله نه شي بیانولای چې په خپله دی به «نامناسب» او «ستونزه جوړوونکی» وبلل شي او تر بل هر شي زیات دې خبرې چوپ کړی، چې له کاره به وشړل شي. په کوم چاپېریال کې چې د نظر بیان سختې پایلې لري، هلته چوپ پاتې کېدل تر ټولو خوندي انتخاب دی. دا وضعیت یوازې د یوه تن تجربه نه ده؛ د طالبانو تر واک لاندې حکومتي ادارو کې په زرګونو ښځې او نارینه، په ځانګړي توګه هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال د کار تجربه لري، له ورته رواني فشارونو سره مخ دي. د چوپتیا دې کړکېچ نه یوازې د ادارو ګټورتوب له خنډ سره مخ کړی، بلکې د کارمندانو رواني ناروغي هم په شدیده توګه ګواښي.
د ۲۰۲۱ د اګست پر مهال واک ته د طالبانو تر بیا ځلي رسېدو وروسته له ښوونکو، ډاکټرانو او بیا د وزارتونو تر کارمندانو او د پوهنتون تر استادانو پورې د بېلابېلو ادارو کارمندان له ایډیولوژیکو فشارونو، شغلي بې ثباتۍ او سیسټماټیکې ځپنې سره مخ دي. دا پټ کړکېچ په داسې حال کې په یوې سختې عمومي اندیښنې بدلېږي چې هیواد له فقر، ناامنۍ او بې ثباتۍ سره مخ دی.
د جمهوریت له سقوطه بیا تر ننه د کړکېچ تاریخچه
رواني امنیت هغه مفهوم دی چې په سازمان کې کارمندانو ته د نظریاتو د بیان، سوال کولو او له وېرې او سپکاوي پرته د ذهني ارامۍ احساس ورکوي. یا هم په بل عبارت، هغه حالت دی چې په سازمان کې کارمندان له خپل مشر سره د مخالفت کولو له امله هیڅ ډول وېره ونه لري. یا هم په ساده ژبه که ووایو کارمندان احساس کوي چې کولای شي پوښتنه وکړي، تېروتنه وکړي، نوی نظر وړاندې کړي او یا هم د خپلو لوړپوړو مسوولینو له نظریاتو سره مخالفت وکړي – پرته له دې چې رشخند شي، وترټل شي او یا هم له کاره وشړل شي. مګر د طالبانو په ادارو کې دا امنیت ډېر کم موندل کېږي. سختو سلسله مراتبو، د مطلق اطاعت کلتور او په تصمیم نیونه کې د شفافیت نشتوالي یوه داسې فضا ایجاد کړې چې هلته کارمندان سر ټیټولو ته ترجېح ورکوي. کارمندان نه شي کولای چې پوښتنه وکړي او نه هم کولای شي چې داسې وکړي او خپل نظر ووایي. دوی د «وېري په فرهنگ» کې ژوند کوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمه د هیواد په تاریخ کې متفاوته ورځ وه. په دې ورځ نه یوازې دولت سقوط شو، بلکې په دې ورځ د هغو زرګونو ناسیاسي کارمندانو ذهني ارام هم ورک شو چې یوازینی جرم یې د حکومت د بیوروکراسۍ مخته وړل و. کابل ته د طالبانو په راتګ او پر ادارو تر واکمنېدو وروسته د پخواني دولت د کارمندانو د نیولو کمپاین پیل شو. له همدې امله پخواني مامورین په دوامدار ذهني کړاو اخته شول. تر دې وروسته په پراخه کچه له کاره شړل پیل شول. ښځینه کارمندانې په بشپړه توګه له دولتي دندو وشړل شوې، مګر په یو څو برخو لکه عامې روغتیا کې د ناچارۍ له امله پرېښودل شوې. په دې لړ کې هغه کسان هم په هدفي توګه په نښه شول چې له طالبانو سره یې قومي مشترکات نه لرل او د پخواني حکومت نږدې همکاران پاتې شوي وو، دوی په پراخه کچه له قومي او ایډیولوژیکې تصفیې سره مخ شول.
ډېری کارمندان چې کلونه-کلونه یې په دولتي جوړښتونو کې مهم رول درلود، په ناڅاپي توګه له یوه بې برخلیکه حالت سره مخ شول؛ نور یې نه کوم عاید درلود، نه هم کاري امنیت او نه هم دا هیله چې بیرته به وکولای شي چې خپلې دندې تر لاسه کړي. د ډېری کسانو لپاره دولتي دنده یوازې د معاش تر لاسه کولو سرچینه نه وه، بلکې د هغوی د هویت او ټولنیز حیثیت یوه مهمه برخه وه. اوس دا کسان د بې قدرتۍ له ژور احساس، ټولنیزې ناهیلۍ او کورنیو فشارونو سره مخ دي. جبري کډوالیو، په محدود داخلي بازار کې د کار موندنې بې پایلو هڅو او اقتصادي رکود دا کړکېچ نور هم پراخ کړی دی. له همدې امله د دې ټولنې د دې قشر تر منځ خپګان، اضطراب او رواني مشکلات په یوه تریخ واقعیت بدل شوي دي.
د کارمندانو کیسې؛ خاموشې چیغې
رؤف د ملي-دفاعي پوهنتون پخوانی استاد و. شل کاله یې درس ورکړی او د درسي پلان جوړونې په برخه کې یې کار کړی دی. شپږ میاشتې وړاندې له کوم روښانه دلیل پرته له دندې وشړل شو. دی اوس مهال بې کاره دی او ځان ورته کمزوری او ناتوانه ښکاري. رؤف وایي چې له دندې له شړل کېدو سره هممهاله داسې احساس کوي چې پر مخ یې ټولې دروازې تړل شوې دي: «کلونه مې خدمت وکړ، مګر اوس نه یوازې دا چې د عاید سرچینه نه لرم، بلکې فکر کوم چې حرفهیي هویت مې هم بایللی دی. کله چې یو نر د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای، نو دا کار انسان نور هم خپه کوي».
نادیه دوولس کاله ښوونکې وه. د طالبانو حکومت یو کال وړاندې د دې او د زرګونو نورو ښوونکو کاري بستونه لغوه کړل. که څه هم پر دې پېښې یو کال اوښتی دی، خو د نوموړې بیا هم له کاره د ګوښه کېدو د ورځې ټول جزییات په یاد دي. په ارام خو په ویرجن غږ وایي: «هر سهار به د هغه عادت له مخې چې تن مې ورسره عادت شوی و، سهار له خوبه پاڅیدم او تصور به مې کاوه چې ښوونځي ته ځم او په ټولګي کې به مې زده کوونکو ته درس ورکوم. مګر یو تریخ واقعیت د یوه درانه پيټي په توګه زما پر اوږو دی او راته یادوي چې نور دې په ښوونځي کې ځای نشته.» د نادیې لپاره تدریس د دې د وجود یوه برخه وه؛ هغه څه چې دې ته یې معنا، انرژي او هیله ورکوله. دا اوس د دې رول په له لاسه ورکولو سره احساس کوي چې مسلکي هویت یې له لاسه وتلی او راتلونکی یې هم په تیارو کې ورک دی. دا زیاتوي چې اقتصادي اندیښنې، کورني فشارونه او د بې برخلیکۍ وېره یې هره ورځ له دننه خوري او د دې لپاره عاطفي او رواني تشه تر بل هر کړکېچ ډېره ژوره ده.
د وېري او چوپتیا په سیوري کې د کار اجازه
پیمانه (مستعار نوم) د کابل په یوه روغتون کې نرسه ده او له هغو ګوتو په شمېر مېرمنو څخه ده چې لا هم د کار اجازه لري، مګر د دې لپاره د کار دا دوام دا معنا نه لري چې نوموړې ارامه ده. دا هره ورځ له سختو رواني فشارونو سره مخ ده. دا د څار په یوه داسې سخت چاپېریال کې ده چې هر حرکت یې څارل کېږي، د طالبانو مامورین هر وخت ناڅاپي راځي او د دې لباس، حجاب، د خبرو ډول او ان له ناروغانو سره یې چلند څاري او ګوري. دې وضعیت کاري چاپېریال د اضطراب په یوه محیط بدل کړی. پیمانه وایي چې تل دا احساس کوي چې نه لیدل کېدونکې سترګې یې څاري. د کنټرول او بې باورۍ دا احساس د دې لامل شوی چې دا ذهني ارام ونه لري. دا وایي چې دې وضعیت یې نه یوازې مسلکي وړتیا کمه کړې ده، بلکې د دندې کول یې هم ورته ستونزمن کړي دي.
جمال چې نه غواړي اصلي نوم یې یاد شي، په کابل کې د یو وزارت کارمند دی او ورته تجربه بیانوي. دی وایي چې په کومه اداره کې چې دی کار کوي، هلته «چوپتیا» او «محافظه کاري» په یوه کلتور بدل شوي دي. د پخواني دولت له کارمندانو هیڅوک هم د نظر او نقد د بیان جرأت نه لري؛ لامل یې دا نه دی چې نه پوهېږي او یا یې هم وړتیا نه لري، بلکې له دې امله چې د دوی هره خبره په ناسم ډول تعبیرېږي او د هغوی لپاره جدي پایلې لري. جمال وایي چې کارمندان د تېروتنو د لیدلو پر مهال دې ته ترجېح ورکوي چې چوپ پاتې شي، ځکه تل ورسره دا وېره وي چې د دوی نیوکه به «مخالفت» او یا هم «نافرماني» وبلل شي. دی وایي ان کله چې له کارمندانو سره د کار د ښه والي په موخه موثرې او عملي طرحې وي، بیا یې هم نه بیانوي؛ ځکه چې د نظر د بیان لپاره د امنیت احساس نشته. د ده په وینا، دې وېرې نه یوازې په دولتي ادارو کې د کار کیفیت ټیټ کړی، بلکې کاري فضا یې هم په یوه ساړه، منفعل او له وېرې ډک چاپېریال باندې بدله کړې.
د ډار کلتور
د طالبانو په ادارو کې د کارمندانو دایمي ویره د څو جوړښتیزو لاملونو پایله ده او دا ټول یوه ګډه نکته لري: په کاري چاپېریال کې د امنیت د احساس نشتوالی. د ناڅاپي شړنې فشارونه، د کاري تضمین نشتوالی، سلیقوي چلندونو او د سختې څارنې فضا د کارمندانو تر منځ د وېرې او بې باورۍ فضا زیاته کړې ده. د دې تر څنګ سخت چلندیز محدودیتونه هم د دې لامل شوي چې ډېری کارمندان د ناتوانۍ، بې برخلیکۍ او ناهیلۍ احساس وکړي. په داسې شرایطو کې کاري چاپېریال د نوښت ځای نه، بلکې د زرګونو خلکو لپاره د دوامدارې وېرې سرچینه ده.
د پوهنتون استاد اکرم پویا په دې اند دی چې د کارمندانو د ذهني ارامۍ د نشتوالي درک کولو لپاره باید د طالبانو د واکمنۍ جوړښت او سازماني کلتور راوسپړو. د ده په اند، د طالبانو په ادارو کې څو لاملونه د دې لامل شول چې کارمندان د امنیت احساس ونه کړي. یو اصلي لامل د نیونې او شکنجه کېدو وېره ده. له ډېری کارمندانو په ځانګړې توګه هغو سره چې د جمهوریت پر مهال یې پر حساسو بستونو کار کاوه، تل دا وېره ده چې طالبان به ورته دوسیه جوړه کړي او وبه یې نیسي. دا سیسټماټیکه وېره د هر ډول نوښت او ان د کارونو د ترسره کېدو مخنیوی کوي.
یو بل لامل یې ډېر کم معاش او پر وخت نه ورکول دي. د ادارو کارمندان په میاشتو-میاشتو خپل معاش نه تر لاسه کوي او یا یې هم په ځنډ تر لاسه کوي. دا وضعیت نه یوازې د اقتصادي فشار لامل کېږي، بلکې پر کارمندانو سخت رواني فشار هم اچوي. همدارنګه ایډیولوژیک فشار او دایمي څار یو بل اړوند لامل دی. د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر د دولتي کارمندانو چلند څاري. کارمندان باید د طالبانو له قوانینو او سختو شرعي او طالباني معیارونو سره سم چلند وکړي، که داسې ونه کړي، نو له ګواښ او له شړل کېدو سره مخ کېږي. دا دایمي څارنه، نه یوازې دا چې خلاقیت ختموي بلکې کارمندان له یوې دوامدارې وېرې سره مخ کوي.
ښاغلی پویا، همدا راز سخت سلسله مراتب او د باور نشتون د طالبانو په ادارو کې د کارمندانو د ذهني ارامۍ د نشتوالي نور لاملونه یادوي. دی وایي چې د طالبانو په مدیریتي چلند کې پرېکړې پورته پوړ کوي او تمه دا کېږي چې کارمندان له دلیل ویلو پرته دا فرمانونه عملي کړي. د ښکته پوړ له لوري د غبرګون هیڅ ډول میکانیزم نشته. حتا که کارمندان پوهېږي چې له پورته لوري راغلی فرمان یوه تېروتنه ده، مګر بیا هم نه شي کولای چې نیوکه وکړي – ځکه چې د طالبانو په کلتور کې پوښتنه کول دا معنا لري چې ټول اقتدار یې ننګولی دی. نوموړی زیاتوي چې د طالبانو په ډېری ادارو کې پر کارمندانو باور په ډېره ټیټه کچه کې دی. لوړپوړي چارواکي لاندې کارمندانو ته د داسې افرادو په سترګه کوري چې باید کنټرول یې کړي، نه دا چې د یوه کاري ټیم کاري شریکان یې وګڼي.
پایلې
د طالبانو په ادارو کې زرګونه کارمندان په چوپتیا کار کوي. دوی افکار لري خو بیانوي یې نه، ستونزې ویني خو راپور یې نه ورکوي، پوښتنې ورسره شته خو پوښتي یې نه. لامل یې دا نه دی چې دا هرڅه ورته بې ارزښته دي، بلکې ډار یې له دې هرڅه راګرځوي.
یادونه: د افرادو د خوندیتوب په خاطر نومونه مستعار لیکل شوي دي.
