اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي، چې د افغان ښځو لپاره د عاید یوازینۍ لاره کوچني کاروبارونه دي.
دې پروګرام نن (یکشنبه، ۳۰ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په ټول افغانستان کې یې له څه باندې ۸۹ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی، چې ۹۱ سلنه یې د ښځو له لوري پر مخ وړل کېږي او له ۴۳۹ زرو څخه زیاتې دندې یې رامنځته کړې دي.
طالبانو د ښځو په کار او زده کړو سخت بندیزونه لګولي دي.
طالبانو پر افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته لومړی ښځې له دولتي ادارو حذف کړې. وروسته دا محدودیتونه لا پسې پراخ شول او په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز ترڅنګ یې د ښځو ځینې سوداګریز فعالیتونه هم منعه اعلان کړل او په دې وروستیو کې دې ډلې ان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو په کار او زده کړو بندیز د افغانستان اقتصاد ته په کال کې یو میلیارد ډالر زیان رسوي.
