ننګرهار کې وسلوالو غلو یو ځوان وژلی

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د مصطفی په نوم یو ۲۰ کلن ځوان د وسلوالو غلو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا پېښه تېره شپه (شنبه، ۲۹ د لېندۍ) د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «نارنج باغ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په خبره وسلوالو غلو لومړی پر یاد ځوان د مبایل ترلاسه کېدو لپاره حمله کړې او د نوموړي د غبرګون په مقابل کې پرې وسلوالو ډزې کړي چې له کبله بې ځوان لومړی ټپي شوی او بیا یې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ژوند بایللی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د مصطفی په نامه وژل شوي کس له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.

په ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او طالب سرتیري د قاتلینو د نیولو په هڅه کې دي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د ننګرهار په ګډون د هېواد په یو‌ شمېر ولایتونو کې وخت ناوخته ورته پېښې رامنځ ته کېږي او د امنیتي وضعیت ضعف خلک اندېښمن کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه