هلمند کې طالبانو یو کس په ډزو وژلی

هلمند کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ د «بند برق» په سیمه کې یو کس د طالبانو په ډزو وژل شوی دی.

دا پېښه تېره شپه (شنبه، ۲۹ د لیندۍ) رامنځ ته شوې او د «خان» په نوم یو کس د طالبانو له لوري د غلا په تور وژل شوی. 

د وژل شوي کس د کورنۍ غړي وایي چې نوموړي په ښار کې شخصي کاروبار درلود او د کورنۍ د ادعا له مخې، نوموړي له کومې جرمي پېښې سره تړاو نه درلود.

بلخوا، په هلمند کې د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګرشک ولسوالۍ په بند برق سیمه کې یې یو غل په دفاعي ډزو کې وژلی.

ځايي سرچینې وایي چې د پېښې په تړاو تر اوسه نور جزییات نه دې روښانه شوي.

تر دې وړاندې هم په یو شمیر ولایتونو کې د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي، چې پکې یو شمېر ځوانان د طالبانو له لوري په ډزو کې وژل شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه