کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې پاکستاني پوځیانو د تېرو درو ورځو پر مهال د کونړ پر دانګام او شلتن ولسوالیو شاوخوا ۹۰ توغندي توغولي دي.
سرچینو نن (یکشنبه، ۳۰ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې د پاکستاني پوځیانو له لوري دا توغندي له تېرو درو ورځو راهیسې «ډیورنډ کرښې» ته څېرمه د دانګام پر «بنشاهي» سیمې او د شلتن ولسوالۍ پر اړوندو سیمو توغولي دي.
سرچینې وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري د ولسي خلکو هستوګنیز کورونه او هټۍ په نښه شوي او درانه مالي زیانونه یې ور اړولي دي.
سرچینو زیاته کړې چې د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو له امله ډیورنډ کرښې ته څېرمه ګڼې کورنۍ له سیمې وتلي او همدا راز کورونه او عامه ځایونه تخریب شوي دي.
ځايي خلک بیا نیوکه کوي چې طالبان د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو پر وړاندې نمایشي ډزې کوي خو ځواب نه شي ورکولای.
طالبانو تر اوسه د پاکستاني پوځیانو له لوري د کونړ پر دانګام او شلتن ولسوالیو د توغندیزو بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
پاکستان داسې مهال د کونړ پر دانګام او شلتن ولسوالیو توغندیز بریدونه کړي چې څه موده وړاندې د «ډیورنډ کرښې» په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې وې او دواړو لوریو یو بل ته د درنې مرګ ـ ژوبلې د اړولو ادعا کوله.
