سوړ ژمی، یخې خېمې؛ طالبان د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستو په برخه کې پاتې راغلي



کونړ کې ګڼ شمېر زلزله ځپلي چې د مرستندویه بنسټونو او طالبانو له لوري ورته لنډمهالي پڼدغالي جوړ شوي له جدي ننګونو سر ټکوي. 

په دغو لنډمهالو پنډغالو کې څلور ماشومان چې د سختې یخنۍ له امله پر موسمي ناروغیو اخته شوي وو، څو ورځې وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

زلزله ځپلي وايي، د درې نیمو میاشتو په تېرېدو لا هم طالبانو دوی ته د دایمي سرپناه په برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته کړي، چې له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. 

د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د شماش کلي اوسېدونکی صاحب ګل چې د طالبانو له وېرې خپل نوم مستعار یادوي، وايي د طالبانو او مرستندویه بنسټونو له لوري په جوړو شویو لنډمهالو پنډغالو کې له جدي ننګونو سره مخ دي. 

دی وايي، د سختې یخنۍ له امله په دې لنډمهالي پنډغالي کې څلورو ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ، خو بیا هم د طالبانو حکومت دوی ته د ژوند د ښه والي لپاره هېڅ ډول امکانات نه دي برابر کړي. 

صاحب ګل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «په خېمو کې سخته یخني وي، ماشومانو پرېږده چې د لویو خلکو ساعت هم پکې نه تېرېږي او له سختو ستونزو سره مخ دي. د سختې یخنۍ له امله څلور ماشومان مړه شول، خو طالبانو په خېمو کې د ګرمولو سېستم لپاره هېڅ ډول عملي ګام نه دی پورته کړی.»

د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې په «پتڼ» سیمه جوړ شوی لنډمهالی پنډغالی چې زلزله ځپلي پکې د امکاناتو له کمښت شکایت کوي/ خواله رسنۍ

د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اوسېدونکی اول نواز بیا نیوکه کوي، چې طالبانو له دوی سره د دایمي سرپناه په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. 

دی وايي، له همدې امله دوی، کوچني ماشومان، مېرمنې یې او د پاخه عمر کسان یې له ګڼو ناروغیو او جدي ستونزو سره مخ دي، خو د دوی له پرله پسې شکایتونو سره ـ سره د طالبانو حکومت د دوی غږ ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. 

نوموړی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبانو او موسېساتو راسره وعدې وکړې چې دایمي سرپناه به درته جوړوو، خو په شمار څو کورونه یې جوړ کړي، نور یې د چا غم نه دی کړی، هره زلزله ځپلې کورنۍ له سختو مشکلاتو سره مخ ده او باید طالبان دې برخه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي او د خلکو له تېر ویستلو لاس واخلي.»

دا هغه زلزله ځپلي دي، چې له یوه لوري یې د خپلو کورنیو ګڼ کسان په مرګونې زلزله کې له لاسه ورکړي او له بل لوري یې ابادې مېنې وېجاړې شوي او تر اوسه د طالبانو حکومت له دوی سره د دایمي سرپناه په برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړې/ خواله رسنۍ

زلزله ځپلي وايي، څو ورځې وړاندې د سختې یخنۍ له امله یې کوچنیو ماشومانو د خپل ځان لپاره په کېږدۍ کې د خپل ځان د تودولو لپاره اور بل کړی و، چې کېږدۍ اور اخېستی و او له امله یې دوه ماشومان مړه شوي وو.

د معلوماتو له مخې دا اورلګېدنه د نورګل ولسوالۍ د مزار درې په «مسودو» کلي کې د ماشومانو د بې احتیاطۍ له امله را منځته شوې وه، چې د مړینې ترڅنګ یې د کور ټول وسایل په بشپړ ډول سوځېدلي وو. 

د مزار درې اوسېدونکي نواز اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «په خېمو کې سخته یخني وي، ټول ماشومان مو په موسمي ناروغیو اخته شوي، کوچنیو ماشومانو د ځان د تودولو لپاره اور بل کړی و، چې اور پراخ او درې ماشومان وسوځېدل، سوځېدلي ماشومان مو د ننګرهار صحت عامې ته انتقال کړل چې دوو د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او یو بل هم په کوما حالت کې و.»

دا د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند سیمه ده چې د تېرې زلزلې له امله په کې سلګونه استوګنیز کورونه وېجاړ شوي وو، خو د درې نیمو میاشتو په تېرېدو لا هم طالبانو له دوی سره د سرپناه د برابرښت په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړې نه دي/ خواله رسنۍ

زلزله ځپلي د طالبانو د حکومت ترڅنګ له نړۍوالو او کورنیو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې تر هر څه ژر دې دوی ته د سرپناه غم وخوري.

دوی زیاتوي چې په تېره مرګونې زلزله کې یې د مرګ ـ ژوبلې سربېره د کور ټول شته له لاسه ورکړي او که مرستندویه بنسټونه یې لاسنیوی ونه کړي ژوند به یې لا پسې سخت شي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې زلزله ځپلی فضل کریم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره وویل: «زما د کورنۍ د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۴ کسان په تېره زلزله کې شهیدان شوي، کور مې مکمل ړنګ شوی، اوس دلته د خاص کونړ په کیمپ کې دېره یم، مونږ ته باید حکومت [طالبان] او خیریه ادارې د سرپناه غمه وکړي؛ ځکه په دې یخ ژمي کې ماشومان خو پرېږده چې آن ځوانان او د پاخه عمر کسان ورځې ـ شپې نه شي سبا کولی.»

د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د جوړ شوي پنډغالي یوه برخه چې د زلزلې اغېزمن پکې ژمی تیروي/ خواله رسنۍ

اخوا د کونړ لپاره د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د زلزله ځپلو لپاره یې لسګونه استوګنیز کورونه جوړ کړي او د سلګونه نورو د جوړولو لپاره د بنسټ ډبره اېښودل شوې. 

کونړ کې د طالبانو والي مرستیال عبدالله حقاني رسنیو ته ویلي: « د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې ۸۰ کورونه جوړ شوي او زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي. د نورو د جوړولو لپاره مو هم هم کار روان کړی او چې کله کورونه جوړ شول، نو زلزله ځپلو ته به یې ور وسپارو. مونږ هڅه کوو چې د زلزله ځپلو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړو.»

د معلوماتو له مخې، نورګل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته جوړ شوي ۸۰ کورونه د «قبا» په نوم  د یوه کورني مرستندویه بنسټ له لوري جوړ شوي او زلزله ځپلو ته سپارل شوي، خو طالبان داسې ښکاره کوي، چې ګواکې دا هرڅه دوی کړي دي.

دا د خاص کونړ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو د بنسټ ډبرې اېښودل دي، چې د زلزله ځپلو په وینا طالبانو تر اوسه خپلې کړې دغه ژمنې نه دي عملي کړې/ خواله رسنۍ 

شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې په ختیځو ولایتونو کې مرګونې زلزله وشوه، چې یوازې په کونړ ولایت کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه زره، ۲۰۵ تنه مړه او درې زره، ۶۴۰ نور ټپیان شوي وو. 

دغه راز په دې زلزله نږدې ۷ زره استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ او ۵۰۰ هکټاره ځمکه چې رسېدلی فصل پکې ولاړ و له منځه تللی و. 

د کونړ زلزله ځپلو لپاره د کورنیو مرستندویه بنسټونو سربېره ګڼو ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو او نړۍوالو سازمانو مرستې وکړې، خو د ملګرو ملتونو پرمختیايي شورا ویلي چې یوازې د کونړ زلزله ځپلو لپاره شاوخوا ۱‍۴۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د زلزلې اغېزمنو ته دایمي استوګنیز کورونه او د نورو ستونزو د حل لپاره ترې ګټه واخېستل شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه