اطلاعات روز: په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په دې ولایت کې د ایران د سر قونسل علي رضا مرحمتي په حواله ویلي، چې د ایران په پوله کې د څو افغان وګړو د وژنې قضیه د دې هیواد محکمو ته سپارل شوې، تر څو د دې پېښې اسناد او عاملین په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.
ویل شوي، چې دا څرګندونې هرات کې د طالبانو د والي نوراحمد اسلامجار او د ایران د سفارت او قونسولګرۍ د چارواکو ترمنځ د کتنې پر مهال مطرح شوې دي.
هرات کې د طالبانو د والي له فتر څخه نن (دوشنبه، ۱ د مرغومي) په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال سید حسین مرتضوي هرات ولایت ته سفر کړی او د طالبانو له والي سره یې د کډوالو د ستونزو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
مرتضوي ویلي، چې ایران د افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي او ژمنه یې کړې چې د افغان وګړو لپاره به د ویزې د ورکولو پروسه ساده او اسانه کړي.
په دې کتنه کې، په هرات کې د ایران سر قونسل علي رضا مرحمتي څرګنده کړې، چې د هغو افغان کډوالو قضیه چې د ایران په پوله کې وژل شوي د ایران قضايي محکمو ته سپارل شوې، تر څو د دې پیښې ټول اسناد او عوامل په هر اړخیزه توګه وڅیړل شي.
د طالبانو والي بیا د افغان وګړو لپاره د ویزو د اسانتیا لپاره د اړوندو ایراني ادارو څخه د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ایران د افغان اتباعو لپاره خپلې ویزې په جدي توګه محدودې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان اتباع د بې کارۍ او اقتصادي بحران له امله ایران ته په مرګونو قاچاقي لارو د تګ هڅه کوي.
په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمیر افغانان په ترافیکي پیښو، د ایراني پوله ساتو په ډزو او د ایران-افغانستان په پوله کې د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
د لیندۍ په لومړیو کې راپور ورکړل شو چې د فراه په پوله کې د ایران پوله ساتو ځواکونو ۱۰ تنه افغان اتباع په غیرقانوني توګه ایران ته د اوښتو پر مهال وژلي دي.
د قربانیانو له ډلې نهه تنه د هرات اوسیدونکي وو، چې د بې کارۍ له امله د ایران پر لور رهي شوي وو.
