سور صلیب: افغانستان لا هم د نړۍ په کچه له تر ټولو شدید بشردوستانه حالت سره مخ دی

Photo: ICRC

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري ننګونو سره مخ دی.

دې ادارې نن (دوشنبه، ۱ د مرغومي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې محدود عاید، دوامداره بې‌کاري او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي ډېرې کورنۍ د بقا تر پولې رسولې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې په داسې وضعیت کې تر ټولو اسیب پذیره کسان لکه له خوارځواکۍ سره مخ ماشومان، لوړ عمر لرونکي، معلولیت لرونکي کسان، هغه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او ورځني مزدوران په نامتناسب ډول اغېزمن شوي دي.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې زلزلې، وچکالۍ، سېلابونو او د اقلیم بدلونونو کرنیز حاصلات له منځه وړي، کورنۍ بې‌ ځایه کوي، کورونو او حیاتي زېربناوو ته زیان رسوي، د خوړو ناامني لا پسې زیاتوي، د محلي ځواب ویلو وړتیاوې کمزورې کوي او اړتیاوې زیاتوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د هغوی بېرته راستنېدلو پر روغتیايي خدمتونو، اوبو، خوړو او نورو برخو فشارونه زیات کړي دي.

دې ادارې زیاته کړې چې په ټوله کې د افغانستان بشري ننګونې د اقتصادي بې ‌ثباتۍ، اقلیمي ټکانونو، بې ‌ځایه کېدو، اقتصادي بندیزونو او د نړیوالو همکاریو د کمېدو پایله ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې د ژوند ژغورونکو مرستو برابرول، د معیشت د بیا احیا لپاره دوامدارې هڅې، د ستونزو بنسټیزو لاملونو ته رسېدنه او په افغانستان کې له وضعیت سره د مبارزې وړتیا را رامنځته کول لا هم ضروري دي.

دې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او هڅه یې کړې چې له وضعیت سره د هغوی د مبارزې وړتیا لوړه کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په همدې کال کې یې د څښاک اوبو ته د لاسرسي، د برېښنایي انرژۍ د برابرولو، روغتیايي خدمتونو، د معیشت د ښه والي او د چاودېدونکو توکو له ګواښونو سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې له بېرته راستنېدونکو او د زلزلې له قربانیانو سره یې مرسته کړې او د طالبانو د زندانونو له ادارې سره په همکارۍ یې ۱۲ توقیف‌ځایونو لیدلي، له بنديانو سره یې شخصي مرکې کړې او د هغوی د ساتنې د شرایطو او د وضعیت د ښه والي په اړه یې له طالب چارواکو سره خبرې اترې کړې دي

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه