ریچارډ بینټ په ایران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د ترور په تړاو د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ په ایران کې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو جنرال اکرام الدین سریع او محمد امین الماس د وژنې په تړاو د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بینټ نن (دوشنبه، ۸ د مرغومي) پر ایکس ټولنیزې رسنۍ د دې ترورونو په تړاو ژوره اندیښنه ښوولې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ویلي چې د دې ترورونو عاملین باید وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.

د تخار پخوانی امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د تهران په ولي عصر میدان کې له یوه بل پخواني نظامي محمد امین الماس سره یو ځای ووژل شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن ویلي چې د افغانستان د دې پخوانیو نظامیانو د ترور په تړاو پلټنې کوي. په افغانستان کې د طالبانو مخالفو سیاسي خوځښتونو دا ترورونه د طالبانو کار ګڼلی او له ایرانه یې غوښتي چې په جدي توګه یې وپلټي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه