د کوکنارو پر کرلو بندیز؛ ملګري ملتونه: کورنیو بدیل عاید نه دی تر لاسه کړی

د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي چې نوې سروې چې په بدخشان، بلخ او کندوز ولایتونو کې ترسره شوې ښيي چې ۸۵ سلنه کورنۍ نه دې توانېدلې چې د کوکنارو د کښت پر ځای یو بل بدیل عاید تر لاسه کړي.

دې ادارې نن (دوشنبه، د مرغومي ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې سروې له مخې، په دې درو ولایتونو کې د طالبانو له ‌خوا د کوکنارو پر کرلو بندیز لا هم په لوړه کچه عملي کېږي.

د دې ادارې د سروې پر بنسټ، په یادو درو ولایتونو کې یوازې ۱۵ سلنه کورنۍ د بدیلو کرکیلو او نورو فعالیتونو له لارې توانېدلي چې خپل زیانونه په بشپړه توګه جبران کړي.

د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د ملګرو ملتونو د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي چې که څه هم د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې په بدخشان کې د کوکنارو کرکېله زیاته شوې، خو په دې ولایت او بلخ کې ۹۵ سلنه بزګرانو ویلي چې دوی نور کوکنار نه کري.

د دې دفتر د سروې له مخې، غلې لکه غنم په تر ټولو مهم بدیل محصول بدل شوي او تر ۹۰ سلنې زیاتو ګډونوالو یې یادونه کړې ده.

دې دفتر ویلي چې د سپوږمکۍ د انځورونو شننه هم ښيي چې بزګرانو د کوکنارو پر کرکېلې تر بندیز وروسته، د غلو دانو لکه غنمو کرلو ته مخه کړې ده.

دې ادارې زیاته کړې چې که څه هم غنم د کوکنارو په پرتله ټیټ ارزښت لرونکی محصول دی او په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو د هر هکتار منځنی عاید یوازې ۷۷۰ ډالره و، په داسې حال کې چې د کوکنارو هر هکتار ۱۰ زره ډالره عاید درلود.

د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د ملګرو ملتونو د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د سروې له مخې، دې حالت د افغانستان په کلیوالو ټولنو کې مالي فشارونه لا زیات کړي دي.

دې دفتر اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع د بزګرانو د معیشت لپاره د یو بل ګواښ په توګه راڅرګنده شوې ده.

د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر د ملګرو ملتونو د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر سیمه‌ییز استازي اولیور سټولپ ویلي: «د عاید کمښت یوازې تر کورنیو محدود نه پاتې کېږي، بلکې د کلیوالو د پېرلو ځواک کمزوری کوي، سیمه‌ییز اقتصادي فعالیت راکموي او د بېوزلۍ او د خوړو د ناامنۍ پر وړاندې د ټولنو عمومي اسیب پذیري زیاتوي.»

هغه زیاته کړې: «تر اوسه بدیلو محصولاتو هغومره عاید نه دی تولید کړې لکه کوکنارو چې کاوه، او دا چاره دې بېړنۍ اړتیا ته اشاره کوي چې پراخې بدیلې ستراتېژۍ باید جوړې شي.»

د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د ملګرو ملتونو د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په افغانستان کې د کوکنارو لپاره د دوامدارو بدیلونو د رامنځته کولو په موخه د همغږې او اوږدمهاله تګلارې غوښتنه کړې ده.

دې دفتر د لوړ ارزښت لرونکو او له محلي شرایطو سره د برابرو محصولاتو د ترویج او د داسې ناسبو بدیلونو پر پراختیا ټینګار کړی چې وکولای شي کوکنار ختم کړي.

د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د ملګرو ملتونو د نشیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر همدارنګه د اوبو لګوونکو سیسټمونو د ښه‌والي، مالي سرچینو او بازارونو ته د لاسرسي د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د ایجاد او عملي مهارتونو د زده کړې له لارې د کلیوالي ټولنو د ودې پر ارزښت ټینګار کړی.

دې دفتر همدارنګه د طالب چارواکو، محلي مسوولینو، د نړیوالې ټولنې او خصوصي سکتور ترمنځ د لا پیاوړې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی، تر څو دوامدار او د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ بدلونونه رامنځته شي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکېله او د نشه‌یي توکو پر تولید، پېر او پلور او قاچاق بندیز ولګاوه خو له دې بندیز سره-سره لا هم د هیواد په ځینو برخو کې د کوکنارو کښت کېږي.

ملګري ملتونه وايي، اړینه ده چې بزګرانو ته د کوکنارو مناسب بدیلونه وموندل شي، څو وکولای شي خپلې مالي اړتیاوې پوره کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه