اطلاعات روز: په بدخشان کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله اووه کسان مړه او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې نن (سې شنبه، ۹ د مرغوي) سهار وختي د مایمي ولسوالۍ اړوند ورفک سیمه کې یو «پیلډر» موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.
هغه زیاته کړې، په دې پیښه کې اووه کسان مړه او دوه نور سخت ټپیان شوي، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي دي.
د دې پیښې لامل روښانه شوی نه دی.
بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې یو غرنی ولایت دی چې سختې لارې لري. د سړکونو خرابوالی په دې ولایت کې د ترافیکي پېښو یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د لسګونو کسان ژوند اخلي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې مرګونو پیښو لوی عوامل ګڼل کېږي.
