امریکا د افغانستان او یمن پرته د نړۍ له اړمنو سره دوه میلیارده ډالر سره مرسته کوي

اطلاعات روز: امریکا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ له دفتر (اوچا) سره د یو هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره د بشري مرستو په عملیاتو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه ژمنه کړې چې له افغانستان او یمن پرته به د نړۍ له اړمنو سره دوه میلیارده ډالر مرسته وکړي.

د بهرنیو مرستو، بشري چارو او مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا لوړ پوړي چارواکي جرمي لوین په جینوا کې ویلي، چې افغانستان او یمن به هیڅ پیسې ترلاسه نه کړي.

هغه زیاته کړې چې واشنګټن داسې شواهد لري چې ښيي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بودیجه طالبانو ته ځانګړې کېږي او «ولسمشر ټرمپ به هېڅکله دا ونه زغمي چې د مالیه ورکوونکو د پیسو یو پن (تر ټولو کوچنی پولي واحد) هم ترهګرو ډلو ته ورکړل شي».

دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې نوی هوکړه‌لیک به د امریکا بودیجه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو فعالیتونو لپاره داسې مالي میکانیزمونو ته انتقال کړي چې په بشپړ ډول تعریف شوي، ځواب ویونکي، مؤثر او لوړ لومړیتوب ولري، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د مالیه ورکوونکو هر ډالر چې د بشري مرستو لپاره مصرفېږي، هم د امریکا ملي ګټې پرمخ وړي او هم تر ټولو زیات ژغورونکی ممکنه اغېز لري.

د ډونالډ ټرمپ د واک تر مخه دمخه امریکا د افغانستان لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی و.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې امریکا د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته افغانستان سره ۳.۸ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

سیګار ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو او نړیوال بانک له لارې لیږدول شوې دي.

دا مرسته د ډونالډ ټرمپ په امر ځنډول شوې ده.
افغانستان کې دا مهال بشري عملیات د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي او ځینې بشري فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې روان ژمي کې له ۱۷ میلیونو څخه ډیر خلک د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي، چې د لوږې او خوارځواکۍ کچه او شدت یې مخ په زیاتیدو دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه