اطلاعات روز: په ننګرهار کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
یو عیني شاهد غلام الله وایي، لومړۍ پېښه نن (سې شنبه، ٩ د مرغومي) د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره مومندرې ولسوالۍ ته څېرمه د ټوډي او ویکسار موټرو ترمنځ رامنځته شوې.
هغه زیاتوي، د پېښې په پایله کې موټر کې ناست دوه تنه د ژورو ټپونو له امله مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه راز یوه بله سرچینه وایي، دویمه پېښه هم نن سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره د خېوې ولسوالۍ په «شګې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، یو سراچه ډوله موټر د زیات سرعت له امله له سړکه وتلی او چپه شوی، چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یي د سړکونو خراب وضعیت او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ګڼل کېږي.
