اطلاعات روز: فراه کې ځايي طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې سېلابونو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
فراه کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو رییس اسراییل سیار وایي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۸ د مرغومي) د دغه ولایت په ګلستان، فراهرود، بالابلوک، خاکسفید او بکواه ولسوالیو کې راوتلو سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینا، په بکواه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور سخت ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي دغهراز زیاتوي، چې په یادو سېلابونو کې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
هغه د طبیعي پېښو پر وړاندې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ او ویې ویل، یادې ادارې دا مهال د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي توکي، خېمې او کمپلې چمتو کړي او ډېر ژر به یې د وېش لړۍ پیل کړي.
بلخوا فراه کې د طالبانو والي ملا محمدحافظ مجاهد د اړوندو ادارو له مسوولینو غوښتي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري او د اوښتو زیانونو کره شمېرې راټولې کړي.
