ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، په پلان کې لري چې د دې ولايت په اداري تشکيلاتو کې د «تورغر» په نوم نوې ولسوالي رامنځته کړي.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي بدلون نن (سې شنبه،۱۰ د مرغومې) ویلي چې د ولسوالۍ رامنځته کېدو منظوري له مرکزه اخیستل شوې او اوس یې د ودانۍ جوړېدو او نورو مراحلو د ترسره کولو لپاره د سروې چارې روانې دي.
د معلوماتو له مخې، «تورغر» د ننګرهار د سرهرود او خوږياڼو ولسواليو ترمنځ اړوند سيمې دي چې د کابل – جلالاباد لويېلارې يوه برخه هم په کې شامله ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار کې نوې ۲۷ ولسوالۍ جوړېږي.
