د ولسي کړاو دوام؛ پر کونړ د پاکستاني پوځیانو پرلپسې بریدونه او د طالبانو چوپتیا

کونړ کې ځايي خلک شکایت کوي، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې ډېورنډ کرښې ته پر څېرمه ولسوالیو پاکستاني ځواکونه توغندیز بریدونه کوي، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې مقابل لوري ته ځوابیه برید نه دی ورکړی. 

ځايي خلک وايي، د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو له امله یې زیان لیدلی او له جدي ستونزو سره مخ دي، خو طالبانو یې په تېرو شاوخوا څلور نیمو کلونو کې هېڅ لاسنیوی نه دی کړی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو او بمباریو له امله یې د کورنیو غړي مړه، ټپیان، بې کوره او نور درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي. 

که څه هم په تېر شل کلن جمهوریت کې هم پاکستان پر کونړ ګڼ توغندیز او هوايي بریدونه کړي، خو واک ته د دویم ځل لپاره د طالبانو له رسېدو وروسته دا لړۍ چټکه شوې. 

د کونړ د دانګام ولسوالۍ د بنشاهي کلي اوسېدونکي وايي، د طالبانو په تېره شاوخوا څلورنیمه کلنه دوره کې پرې پاکستاني پوځیانو سلګونه توغندیز بریدونه او هوايي بمبارۍ کړي او دوی ته یې د سر زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي دي. 

د کونړ د دانګام ولسوالۍ د بنشاهي کلي اوسېدونکي حاجي امان الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «پاکستان په جمهوریت کې هم پر کونړ توپونه ورول، خو طالبان چې راغلي داسې میاشت نه ده چې د پاکستان عسکر د کونړ پر سرکاڼو، شلتن، دانګام، ناړۍ، اسمار او غازي اباد توپونه نه ولي. طالبان د خلکو د تېر ایستلو لپاره یو څو ډزې د پاکستان پر پوستو وکړي، خو هېڅ زیان یې ورته نه دی اړولی، زموږ ډېر خلک یې مړه او ټپیان کړي او د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو خلکو ته یې د سر زیان ترڅنګ ډېر درانه مالي زیانونه اړولي دي.»

د کونړ د دانګام ولسوالۍ پر بنشاهي سیمې د پاکستاني ځواکونو توغندیز برید چې ځايي خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه رسولي دي/ استول شوی

ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو خلک شکایت کوي، چې د پاکستاني پوځیانو ړندو بمباریو او توغندیزو بریدونو له امله ګڼو کورنیو خپلې مېنې پرېیښي او نورو امن سیمو ته یې پناه وړې ده. 

دوی نیوکه کوي چې په نورو سیمو کې د سرپناه، د څښاک پاکو اوبو او نورو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په خبره یې چې طالبانو یې تر اوسه هېڅ راز مرسته نه ده کړې. 

د کونړ د دانګام ولسوالۍ بل اوسېدونکی غلام الرحمن له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د دانګام ولسوالۍ له بنشاهي او نورو سیمو ډېرو کورنیو خپل کورونه پرېیښي، مرکز اسعداباد او د نورو ولسوالیو سیمو ته خپلې کورنۍ لېږدولي، خو شکایت یې دا دی چې طالبانو ورسره په کډوالۍ کې هېڅ راز مرسته نه ده کړې او دوی له جدي ننګونو سره مخ دي.»

د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی چې پر کورونو یې پاکستاني توغندیز بریدونه شوي او خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي/استول شوی

د کونړ د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره اوونۍ پاکستاني پوځیانو پر دانګام او شلتن ولسوالیو شاوخوا ۹۰ توغندي توغولي چې له امله یې یو ماشوم مړ او ځايي اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي وو.

دوی وايي، طالبانو پاکستان پوځیانو ته د دغو توغندیزو بریدونو هېڅ ډول ځواب نه دی ورکړی او له همدې امله خلک له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي او واکمنه ډله تورنوي چې له دوی سره یې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې. 

د شلتن ولسوالۍ د چوګام کلي اوسېدونکی سید نظیر اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل: « تېره هفته پاکستاني پوځیانو پر شلتن او دانګام شااوخوا ۹۰ توغندي توغولي؛ یو ماشوم پکې مړ شوی و، خلکو ته یې ډېر درانه مالي زیانونه اړولي وو، ډېرو خلکو خپل کورونه پرېښودل، نورو سیمو ته لاړل، خو طالبانو نه یوازې دا چې د پاکستاني پوځیانو ځواب نه دی ورکړی، بلکې له دوی سره یې د کورنیو په انتقال، خېمو او خوراک ـ څښاک کې همکاري نه ده کړې.» 

ځايي خلک چې د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدنو له امله تر پوزې راغلي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستاني حکومت سره دې دغه ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي. 

خلک د طالبانو حکومت پر هغې ژمنې هم نیوکه کوي چې څه موده وړاندې یې د پاکستاني ځواکونو ته د مناسب ځواب ورکولو ژمنه ورکړې وه، خو په خبره یې طالبانو تل عام خلک په درواغو تېر ایستلي دي. 

د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی سید غلام له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «مونږ نور حیران یو چې اخر څه وکړو، نور د پاکستان توپونو تر پوزې رسولي یو، طالبان هر وخت وعدې کوي چې د پاکستان بریدونو ته به مناسب وخت کې ځواب ورکوي، خو دوی هر وخت عام خلک تېر ایستلي او پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.»

موږ هڅه وکړه چې پر کونړ د تېرې اوونۍ د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو په تړاو په دې ولایت کې د طالب مسوولینو نظر واخلو، خو له پرلپسې اړیکو سره سره بریالي نه شوو. 

شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې طالبانو او پاکستاني پوځیانو ډېورنډ کرښې ته څېرمه نښتې کړې وې چې له امله یې لسګونه پاکستاني او طالب سرتېرو ته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې وه.

په دې نښته کې لسګونه عام خلک چې ډېورنډ کرښې ته څېرمه پراته وو، مړه او ټپیان شول او سربېره پر دې ولسي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه هم واوښتل او دغه راز سلګونه کورنۍ یې د ډېورنډ کرښې له اوږدو بې کوره کړې.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه