اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی د دفاع وزارت د ځواکونه شمیر ۱۸۱ زره او ۸۴ تنو ته رسیدلی دی.
هغه نن (چهارشنبه، ۱۰ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه په یو پیغام کې لیکلي، چې په تېر یوه کال کې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس په امنیتي، جنايي، سرحدي، لوجیستیکی او نورو برخو کې له روزنې فارغ شوي دي.
د طالبانو ویاند د دې ډلې د وسله والو ځواکونو ټول شمېر نه دی په ډاګه کړی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمیټې په خپل وروستي راپور کې د طالبانو د ځواکونو شمېر له ۳۸۰ څخه تر ۴۵۰ زرو کسانو پورې اټکل کړی دی.
د دې کمېټې د اټکل له مخې، په دې ځواکونو کې ۱۵۰ زره سرتیري او ۲۰۰ زره پولیس او استخباراتي ځواکونه شامل دي.
طالبانو سږ کال د بودیجې د کمښت له امله خپل اداري جوړښت شاوخوا ۲۰ سلنه کم کړ او زرګونه کسان یې له ملکي او نظامي ادارو څخه ګوښه کړل.
د طالبانو ځواکونه چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او همدارنګه د استخباراتو د ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي، تر ډېره د دې ډلې جنګیالي دي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان امنیتي بنسټونه ړنګ شول او د پخواني پوځ او پولیسو سرتېري بېکاره یا هم بې ځایه شوي دي.
