په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې هره ورځ د خلکو ژوند اخلي، لا هم ښي لاسي موټرونه په پراخه کچه واردېږي او په ښارونو او لویو لارو کې تګ راتګ کوي. دا موټرونه چې د هېواد د ترافیکي سیستم او د سړکونو له جوړښت سره سمون نه لري، نه یوازې د پېښو کچه یې لوړه کړې، بلکې د عامو خلکو ژوند یې له جدي خطر سره مخ کړی دی. د دغه موټرو دوامدار شتون د طالبانو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې، هغه عاید چې د عامه خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.
د سویل ختیځ زون د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو یو شمېر موټر چلوونکي او د موټر پلورنځیو مسوولان وایي، چې ښي لاسي موټر چې د پاکستاني لاس موټرو په نوم هم پېژندل کېږي، د طالبانو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. د دوی په وینا، د ترافیکو اړوند مسوولان دغو موټرو ته د نافذه قوانینو خلاف موقت پنځه کلن پلیټونه او ځانګړي اسناد ورکوي او زیاتوي چې یوازې په دغو دریو ولایتونو کې زرګونه ښي لاسي موټرونه ثبت یا فعال دي او طالبان له همدې لارې هر کال میلیونونه افغانۍ عاید تر لاسه کوي.
د خوست ولایت اوسېدونکی خان باد شاه، چې د ښي لاس یو کوچنی وېټز موټر لري، وایي طالبان له قانوني اصولو پرته د ښي لاس موټرو لپاره موقتي پلېټونه او اسناد صادروي او د هر موټر په بدل کې له خلکو زرګونه افغانۍ اخلي. نوموړی زیاتوي چې شاوخوا یو نیم کال وړاندې یې خپل موټر د خوست د ترافیکو پولیسو په مدیریت کې ثبت کړ، چې د درېیو کلونو لپاره ورته پلېټ او اسناد ورکړل شول او په بدل کې ترې شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ واخیستل شوې.
هغه وویل: «تقریبا درې کاله مخکې مې دا ویډز موټر اخیستی بیا یو نیم کال وړاندې مې خوست ترافیکو کې ثبت کړ زر افغانۍ یې په اوله ورځ ثبت رانه واخیستې بیا یې چې څه وخت تېر شو پلیټونه او اسناد یې راکړل تقریبا ۱۸۵۰۰ افغانۍ مې ورته تحویل کړې چې دا ډېرې پیسې وې اوس بیا اوازه ده چې دوه کاله نور یې باید نوي کړو، خو چې پوښتنه مې کړې دغه لس زره به نورې هم پرې راشي.»
د پکتیا اوسیدونکی نور خان بیا وایي، چې یو کوچنی ښیي لاسی موټر یې د دې لپاره اخیستی و، چې په ښار کې به یې چلوي او خپلې اووه کسیزې کورنۍ لپاره به نفقه پرې برابروي، خو په خبره یې چې دوه کاله وړاندې ترې ترافیک پولیسو موټر ودراوه او اړ شو چې موټر ته اسناد او پلیټونه واخلي.
خو نوموړی نیوکه کوي، چې له دومره پیسو او مصارفو سره سره بیا هم ښي لاسو موټرو ته د سپرلیو په اډو کې د موټر چلولو اجازه نه ورکول کېږي.
هغه وویل: «دا کیو موټر مې دې لپاره اخیستی و، چې ښار کې به یې چلوم او خپلې کورنی ته به نفقه پرې برابروم. دوه کاله به یې وتلي وي چې رانه ویې نیوه بیا ترافیکو مدیریت کې را باندې ثبت کړ. زما موټر خو ماډل یې هم ټیټ و او بل وړکی دی خو بیا به هم ټولې ۱۳ زره افغانۍ رانه تللې وي. اوس یې چې پلیټ هم کړ راباندې بیا هم په اډو کې سپرلی چلولو اجازه نه راکوي، هغه وایي چې دا موتر بدل لاس دی.»

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکی ذبیح الله وایي، چې طالب ترافیک د ښي لاس غیرې قانوني موټرو ته د پیسو په مقابل کې موقت پلیټونه ورکوي او له دې لارې په هر ولایت کې هر کال په میلیونونو افغانۍ ترلاسه کوي.
د ده په وینا، چې ترافیک پولیس د هر موټر ماډل او سلنډر ته په کتو له خلکو پیسې ټولوي او په یو ټیټ ماډل موټر باندې هم تر شل زره افغانۍ مصارف کېږي.
په ورته مهال خوست کې د موټر پلورنځیو مسوولان هم وایي، چې طالبانو په هر ولایت کې په زرګونه ښي لاسي موټرو ته د قانون پرته د موقت پلیټونو په ورکړې سره د تګ راتګ اجازه ورکړې او له دې لارې میلیونونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
نظیرجان چې د یو موتر پلورنځي مالک دی او په تېرو دریو کلونو کې یې په لسګونه بېلابېل ډوله ښی لاسي موټر موقت پلیټ کړي وایي، چې په خوست کې تر ۱۵ زره زیات ښي لاسي موټر پلیټ شوي او په خبره یې چې ډیر نور هم شته چې ورته پلیټونه نه دي اخیستل شوي.
دی زیاتوي: «دقیق معلومات هیچا ته هم نشته چې خوست کې به څومره ښي لاسي موټر وي، خو هغه اوله پروسه کې تقریبا ۱۵ زره زیات موتر ثبت شوي وو. ډېر داسې هم وو چې خلکو ثبت نکړل، اوس هم هره ورځ ویش نه لسګونه دغه موټر راځي، پیسې خو د موټر ماډل او سلنډر باندې اخیستل کېږي مثلا که له ۲۰۱۰ څخه یې ماډل ټیټ وي پیسې یې کمې وي او که له هغه پورته وي بیا یې پیسې زیاتې وي. تقریبا میاشت مخکې مې یو برقي موتر چې ۲۰۱۳ ماډل دی مخکې مې ثبت کړی و پلیټ کړ تقریبا ۵۶ زره افغانۍ یې رانه واخیستې، خو دا د پنځو کالو لپاره، نور چې ماډل یې ټیټ وي بیا کمې پیسې ترې اخلي.»

دغه راز د پکتیا یو تن اوسیدونکی داود بیا وایي، چې په د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر ۱۰ زره زیات ښي لاسي موټر شتون لري، چې په ښارونو او لویو لارو کې د قانون پرته ورته د ګرځېدو اجازه ورکړل شوې او طالبان د موقت پلیټونو په ورکړې سره له هر موټر لسګونه زره افغانۍ ترلاسه کړې دي.
هغه وویل، چې په لویو لارو کې ډیری ترافیکي پېښې د ښي لاسي موترو د تګ راتګ پر مهال رامنځته کېږي چې له امله یې لسګونه هیواد وال خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیان کېږي.
دی زیاتوي، چې د ښي لاس موټرو د پلیټ او اسنادو نشتون په وجه په ډېری سیمو کې د یادو موترو څخه په استفادې جنایي جرمونه تر سره کېږي چې بیا یې معلومول ستونزمن کار وي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «تقریبا ټولې ترافیکي پېښې د ښي لاسي موټرو نه کېږي، ځکه ارزانه دي هر چا اخیستي دي ډیر خلک پکې مړه شول. دې موټرو کې نورې پېښې هم ډېرې کېږي ښه چې یو موتر پلیټ او اسناد نه لري قتل پکې وشي بیا اصلي کس څنګه معلومېدای شي یا نورې غلاوې او پېښې پکې کېږي.»
موږ هڅه وکړه چې د سویل ختیځ زون طالب مسولان هم په دې اړه وغږوو، خو هغوی زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې کابل ښار ته پر هغو ښي لاسو موټرو بندیز لګول شوی چې موقت اسناد او پلیټ نه لري او د ښار داخل ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. خو د هیواد په نورو ولایتونو بیا دا ډول موټر ازاد تګ راتګ کوي.
