د طالبانو ویاند: هر یتیم، کونډې او سوالګر ته هره میاشت ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې له ۶ سوه زرو څخه زیاتو یتیمانو، معلولینو او کونډو او همدارنګه زرګونو سوالګرو ته هره میاشت ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

د هغه په ​​وینا، د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت تیر کال کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره شاوخوا ۱۲.۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې وې.

په افغانستان کې د بې سرپرسته ښځو او یتیمانو په اړه تر اوسه کره شمیرې نه دي راټولې شوي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، اټکل کېږي چې په افغانستان کې یو نیم میلیون کسان د شدید معلولیت سره ژوند کوي.

یوناما ویلي، چې په هرو څلورو افغان وګړو کې یو یې معلول دی.

سوالګرو ته د ۲۰۰۰ افغانیو ویش

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې سوالګرو ته هم هره میاشت ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

د هغه په ​​وینا، یوازې تیر کال په ټول هیواد کې ۱۰ زره او ۶۶۴ سوالګر پیژندل شوي دي.

د خرابېدونکي اقتصادي بحران له امله، د هیواد شاوخوا نیمایي نفوس د خوړو له کمښت سره مخ دی او مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې نوي زیږدیز کال کې په هیواد کې اړو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه