فراه کې «نامعلومو کسانو» یو کس په ډزو وژلی

اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې وایي، چې «نامعلومو کسانو» د دې ولایت په ښار کې یو کس په ډزو وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه تېره شپه (سې‌شنبه، ۹ د مرغومي) ۰۸:۰۰ بجې د فراه ښار اړوند «سیداباد» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینې زیاتوي، چې یاد کس د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی او بریدکوونکي د پیښې له ځایه تښتیدلي دي.

تر اوسه د دې وژنې لامل او د وژل شوي کس هویت نه دي څرګند شوي او جسد یې فراه روغتون ته انتقال شوی دی.

فراه کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي او د عاملینو په تړاو یې طالب چارواکي معلومات نه شریکوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه