د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وایي چې افغانستان «يو ورور هېواد دی چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی».
ښاغلي دراني نن ماښام (چهارشنبه، د مرغومي ۱۰مه) پر اېکس ليکلي چې د افغانستان پرېښودل داسې دي لکه يو شدیړ ناروغ چې د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې يوازې پرېښودل شي.
هغه زياته کړې چې پاکستان بايد دا ثابته کړي چې د لوی زړه لرونکی مشر ورور دی.
ښاغلي دراني همدارنګه ليکلي چې پاکستان د مهربانۍ له لارې کولی شي د افغانستان د خلکو زړونه او ذهنونه خپل کړي، پرته له دې چې بدبينان د دې دوو لويو ملتونو په اړه څه فکر کوي او يا څه وايي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته، شاوخوا درې مياشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان پولې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګريزې او اقتصادي اړيکې درېدلې دي.
د پاکستان چارواکي طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا هم ټي ټي پي ملاتړ کوي او دا ډله د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې بريدونه ترسره کوي.
خو په افغانستان کې طالبان د ټيټيپي ملاتړ ردوي او دا د پاکستان کورنۍ ستونزه بولي.
