د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجیکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره په یوه ټیلیفوني تماس کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
د کرملین په اعلامیه کې راغلي چې دا ټیلیفوني خبرې نن (چهارشنبه، د مرغومي ۱۰مه) د نوي میلادي کال په مناسبت شوې دي.
کرملین ویلي چې دواړو لورو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په رڼا کې د سیمې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.
د روسیې د ولسمشرۍ دفتر د افغانستان د وضعیت په اړه د دواړو لورو د خبرو اترو نور جزیات نه دي خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه سیمې په دې وروستیو کې د ناامنۍ شاهدې دي.
په تېره یوه میاشت کې د افغانستان له پولې د تاجکستان پر خاوره څو بریدونه ترسره شوي دي.
طالبانو ویلي چې د دې بریدونو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي او ځینې مغرضې ډلې هڅه کوي له تاجیکستان سره د دې ډلې اړیکې خرابې کړي.
د دې برعکس تاجیکستان او روسیه له طالبانو سره پراخ تعامل لري او روسیه د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د دې ډلې حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
