له ایران او پاکستان څخه د کډوالو شړل؛ تر دوه زره او ۴۰۰ زیات کسان پرون راستانه شول 

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی چې پرون (شنبه، د مرغومي ۲۰مه) دوه زره او ۴۸۷ کډوال له پاکستان او ایران څخه شړل شوي او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې کمېسیون د شمېرو له مخې، له دې ډلې دوه زره او ۴۵۹ کسان له پاکستان او ۲۸ نور له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي دي.

یاد کمېسیون زیاته کړې چې شړل شوي کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستانه او د اسلام‌ کلا او پل‌ابریشم له لارو له ایرانه هېواد ته داخل شوي دي.

پاکستان او ایران د روان لمریز کال پر مهال د افغان کډوالو د شړلو بهیر چټک کړی او په دې لړ کې یې تر ۲.۵ میلیونو زیات کسان شړلي دي.

نړیوالو مرستندویو بنسټونو څو ځله له دواړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د شړلو پر بهیر نیوکه کړې او د درولو غوښتنه یې کړې ده.

نړیوالو بنسټونو همداراز ویلي چې د کډوالو د چټکې او پراخې بېرته ستنېدنې له امله په افغانستان کې بشري کړکېچ لا پسې سخت شوی او د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه