د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان روانو لاریونونو ته په غبرګون کې له خلګو غوښتي چې په هره محله کې دې راغونډ شي او «نه دې پرېږدي چې بلواګري وشي».
پزشکیان نن (یکشنبه، ۲۱ د مرغومي) په هغه وینا کې چې د ایران پر دولتي ټلویزون خپره شوې، ویلي چې «زموږ دنده داده چې د خلګو اندیښنې حل کړو، مګر تر دې لویه دنده داده چې اجازه ورنه کړو چې یو شمېر بلواګر ټوله ټولنه وپاشي».
ده وویل چې یو شمېر خلګ په کور دننه او بهر روزل شوي او «ترهګر یې له دباندې» راوستي چې «مسجد او بازار ته اور اچوي او یو شمېر کسان یې په ټوپک وژلي، ځیني یې په ماشینګنو وژلي، له یو شمېر خلګو یې سرونه پرې کړي او ځینو ته یې اور ورته کړی».
د ایران ولسمشر ویلي چې بې ګناه خلګو ته اور اچول کېږي او دا داسې څه نه دي چې ودې منل شي.
پزشکیان اسراییل او ایران په لاریونونو کې په لاس لرلو تورن کړل او ویې ویل چې دا دواړه هیوادونه یو شمېر «ترهګرو» او «بلواګرو» ته امر کوي چې تاسو ولاړ شئ، «ویجاړي» وکړئ او موږ مو ملاتړ کوو.
په ایران کې د لاریونونو نن پنځلسمه ورځ ده. د ایران دولتي رسنۍ او چارواکي لاریونوال «بلواګر» بولي او وایي چې دوی عمومي املاکو ته اور اچولي او یو شمېر امنیتي سرتېري او عام خلګ یې وژلي دي.
په عین مهال کې د ایران د بشري حقونو سازمان چې له دې هیواده دباندې دی، خبر ورکړی چې د ایران امنیتي ځواکونو لاریونوال په پراخه توګه ځپلي دي.
د دې سازمان له راپور سره سم، تر اوسه د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري لږ تر لږه ۱۹۲ تنه وژل شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې د وروستیو درو ورځو پر مهال د انټرنیټ د یو مخیز بندیز له امله د وژل شویو کسانو رښتنی شمېر پیدا کول سخت شوي او شونې ده چې د وژل شویو کچه تر دې هم لوړه وي.
