فراه کې له ایرانه راستانه شوي کډوال د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې

فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په «صفرک» سیمه کې یو کس د اقتصادي ستونزو له امله ځان ویشتلی او مړ شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا کس «سیف‌ الله» نومېده او تېره شپه (شنبه، ۲۰ د مرغومي) یې د کلاشنکوف په ډزو خپل ژوند اخیستی دی.

د سرچینې په وینا، سیف‌ الله چې تازه له ایران هیواد څخه راستون شوی و، څلور اولادونه یې لرل او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و.

تر اوسه فراه کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ له امله د ځان وژنو کچه لوړه شوې.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې ځایي رسنیو ته خبر ورکړی چې د ځان وژنې د پېښو خبر خپور نه کړي او همدا راز یې په ځینو سیمو کې د ځان وژونکو د جنازې د لمانځه او مراسمو ترسره کېدل هم منع کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه