له شعاره تر سخت دریځۍ: د واک کنټرول او ټولنیزې پایلې

عبدالله يعقوبي

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې ژور بدلونونه راغلل، چې له دې بدلونونو څخه تر ټولو څرګند او لانجمن یې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت فعالیتونه بلل کېږي. دغه وزارت د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم د ښځو چارو وزارت پر ځای رامنځته شو او نه یوازې یې د پخواني وزارت ټول امکانات او تجهیزات تر خپل واک لاندې راوستل، بلکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده دې وزارت ته پر ټولنې د څار او کنټرول پراخ صلاحیتونه هم ورکړي دي.

که څه هم د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» نوم د تېرو دوو لسیزو پر مهال د ډېرو ځوانانو لپاره نااشنا او مبهم مفهوم و، خو د طالبانو بیا ځل واکمنۍ پر مهال د دې ادارې له بیا فعالېدو سره خلکو په عملي ډول درک کړه، چې د دې نوم تر شا پراخ بندیزونه، محدودیتونه، نیول زنداني کیدل… شامل دي.

په لومړیو کې د دې وزارت د محتسبینو چلند نرم تر سترګو کیده، خو د وخت په تېرېدو «ښو ته د رابللو او له بدو څخه د منع کولو» تر شعار لاندې، پر خلکو محدودیتونه او سخت دریځي په تدریجي ډول زیات شول. د یاد وزارت د کارکوونکو چلند، لارښوونې او مداخلې نه یوازې د خلکو پر فردي ازادیو اغېز وکړ، بلکې د ټولنیز ژوند پر عادي بهیر یې هم سیوری غوړولی دی.

که څه هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دې ادارې د تطبیقي تګلارو بڼه یو ډول نه ده، خو د نورو سیمو په پرتله د افغانستان په سویلي حوزه کې خلک د سخت‌دریځۍ له زیاتوالي شکایت کوي. ځايي اوسېدونکي وایي چې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر د کارکوونکو پرله‌پسې مداخلې یې ورځنی ژوند تریخ کړی، ذهني فشارونه یې ډېر کړي او د ټولنې پر عادي اړیکو یې منفي اغېزې کړې دي.

د طالبانو د امربالمعروف محتسبین هره ورځ په لویو لارو کې خلک څاري او پوښتنې ترې کوي/ AFP

ورځنۍ چارې

د طالبانو د امربالمعروف محتسبین هره ورځ بازارونو، چيک پاينټونو، ميله ځايونو، دولتي ادارو، موسېساتو او خصوصي ادارو ته ورځي، ترڅو خلک وڅاري او هغوی ته خپلې سپارښتنې وکړي.

د کندهار اوسيدونکی عبیدالله چې رنګريزانو کوڅه کې د سینګار توکو هټۍ لري وایي، چې  د طالبانو د امربالمعروف درې کارکوونکي خاص د دغه کوڅې لپاره ګمارل شوي او هره ورځ د ټولو کاروباريانو کړه وړه څاري.

نوموړی زياتوي، چې که يو نارينه دوکاندار ښځینه مشتري سره مستقيمې خبرې وکړي نیول کېږي او په وینا یې چې دغه چلند د دې کوڅې د کاروباريانو پر کار منفي اغيزې کړې دي.

نوموړي وویل: «زموږ کاروبار بیخي په ټپه دريدلی دی لامل يې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې د کارکوونکو لاس وهنه ده په يو ډول يو څوک ارام ته نه پريږدي ستونزې جوړوي، وايي مستقيم به د ښځو سره سودا نه کوئ.»

دا څار یوازې تر یوې کوڅې نه دی محدود، بلکې د سويلي حوزې په ټولو ولايتونو کې هره ورځ د امربالمعروف او نهې عن المنکر کارکوونکي د ښار پر جادو، جماعتونو، خوړنځايونه، دفترونو، دولتي ادارو او نږدې هر ځای کې ګرځي او هغه کسان چې د دوی د فکر خلاف عمل کوي نيول کېږي او یو شمیر چې یې خبره کې ځان اچوي تر زندان یې رسوي.

د ارزګان اوسيدونکی عبدالله (مستعار) وايي، د خپل ملګري د ژغورلو په پار یې چې ږیره یې کمه کړې وه، د امربالمعروف له محتسبینو سره دلیل ووایه، خو هغوی د ځواب پر ځای نیولی او ۱۳ ساعته زندان یې پرې تیر کړی دی.

هغه زیاتوي، چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې کارکوونکو د عامو خلکو څخه ان د خبرو کولو حق هم اخيستی او د يوې عادي خبرې د ځواب ورکولو په صورت کې له زور څخه کار اخلي او خلک زندان ته اچوي.

نوموړي وویل: «زه يې په يوه يخ اهن چادر کانټينر کې ۱۳ ساعت د دليل ويلو له امله زنداني کړم په داسې حال کې چې زما دلیل ويل هم پر حقیقت ولاړ و، دوی زما د خبرو ځواب نه درلود وروسته  يې په ضمانت خوشې کړم او زما څخه يې ژمنه واخيسته چې هيڅکله  به بیا زه د دوی د کسانو سره دلیل نه وايمه.»

امربالمعروف په دولتي اداره هم څار کوي

پر ښځو محدوديتونه

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبین ښځو ته د «فتنې» په نظر ګوري او فکر کوي، چې د منکر ټول عملونه ښځو سره تړلي او انګیري که ښځه په ټولنه کې له سترګو پناه کړي، ټول منکرات به ورسره ختم شي.

دا مهال د طالبانو امربالمعروف په کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولايتونو کې ښځې له دلیل پرته له بهر ګرځيدو، له محرم پرته په ښار کې د پير او پلور، له محرم پرته له کار کولو او همدا راز د محرم پرته روغتون له تګ منع کړې دي.

د خالدې په نوم يوه هراتۍ ميرمن چې اوس مهال په ارزګان کې ژوند کوي، وايي چې په دې ولايت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبینو په تور حجاب کې ونیوله او زنداني یې کړه، ځکه چې محرم یې نه درلود او د چادرۍ پرځای یې حجاب اغوستی و.

هغې وویل: «زه يې پر حجاب درې ساعته بندي کړې ومه خاوند سره مې اړيکه ونيوله هغه راغی او په دې ضمانت يې خوشې کړمه چې کور ته تر رسيدو وروسته باید دغه حجاب په بشپړ ډول وسوځول شي.»

د کندهار اوسيدونکې نازو بیا وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې د فعاليتونو څخه سخته په تنګ راغلې او اوس ورته ټول ژوند زندان ښکاري.

نوموړې زیاتوي، چې د امربالمعروف محتسبین هر کاره دي او  داسې کړنې چې د خلکو د خوشحالۍ لامل ګرځي دوی یې مخنيوی کوي.
هغې وویل: «د ښځو ژوند بیخي په عذاب تيريږي ځکه دغه اداره هيڅ هغه عمل چې د خلکو د خوشحالۍ لامل ګرځي نه پريږدي، ټول ژوند زندان غوندې دی.»

د زابل اوسیدونکی محمدرحيم چې دوه کاله وړاندې یې د قلات ښار کې د خوږو جوړولو يو کوچنی کارځای درلود وايي، چې له دې لارې به يې په مياشت کې له ۱۵ تر ۲۰ زره افغانيو عايد ترلاسه کاوه، خو د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د محتسبينو د پرله‌پسې فشارونو له امله دومره تنګ شو چې اړ شو خپل کاروبار وتړي او په قاچاقي ډول ايران ته ولاړ شي.

نوموړی زياتوي، چې د يادې ادارې د سختو او پرله‌پسې فرمايشونو له امله يې د پاتې کېدو حوصله له لاسه ورکړه او پرېکړه يې وکړه تر هغې چې په افغانستان کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر اداره فعاله وي، هېڅکله به بېرته خپل هېواد ته ستون نه شي. دغه افغان مهاجر وايي، د خپل ژوند په اوږدو کې يې دومره سخت‌دريځه اداره نه ده ليدلې.

هغه وويل: «زه اوس په ايران کې په يوه کور کې چوکيداري کومه ما په زابل ولايت کې پخوا خپل کار کاوه يوه ورځ به يې پر ږيره بندي کړی وم، بله ورځ به يې وويل ستا سټايل مناسب نه دی، کالي دې ډير تنګ جوړ کړي دي ځکه ما خپل کار پريښوده.»

د شکاياتو ۱۹۱ شميره

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر  وزارت سرپرست محمدخالد حنفي په يو شمير ولسي غونډو کې ادعا کړې، چې د خلکو د ستونزو  او شکايتونه اوريدو لپاره يې د ۱۹۱ وړيا شميره فعاله کړې ده.

نوموړي په يوه غونډه کې وويل: «ای خلکو که الله ج زما څخه پوښتنه وکړه چې تا د خلکو  ستونزې اوريدلي دي، زه به ورته ووايم چې هو ما ۱۹۱ وړيا شمير ۲۴ ساعته فعاله کړې ده هره څوک کولای شي چې شکايت ورته وکړي.»

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر  وزیر د ادعا له مخې، چې دغه شميره يې د خلکو د شکايتونو اوريدو لپاره فعاله ساتلې، خو خلک شکايت کوي چې ياده شمير په نمايشي ډول فعاليت کوي او تر اوسه په عملي ډول د هيچا ستونزې ته  رسيدګي نه ده شوې.

د کندهار اوسيدونکی اخترمحمد چې په ښار کې سلماني لري، وایي چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر رياست د کارکوونکو له ناوړه چلند څخه یې څو ځله همدغه ۱۹۱ شميرې ته زنګ وهلی، خو په وینا یې چې د ژمنې سره بیا یې هم ستونزه نه ده حل شوې.

اختر محمد وویل: «زه د محتسبینو څخه  سخت په تنګ شوم بیا يو چا راته وويل، چې ۱۹۱ شميرې ته شکايت وکړه باور په الله ج وکړه ۳ مياشتې مې دغه شميرې ته په پر له پسي ډول شکايت وکړ، خو هيچا مې غږ نه دی اوریدلی.»

اطلاعات روز چې په کندهار، ارزګان او زابل ولایتونو کې کوم معلومات ترلاسه کړي، څرګندوي چې ۱۹۱ شمیرې تر اوسه هیڅ کومه ستونزه نه ده هواره کړې او یوازې تشې ژمنې ورکوي.

په ترلاسه شویو معلوماتو کې راغلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر د «سمع شکایاتو» برخه صفر ده او تر اوسه يې په ښکاره ډول د چا ستونزه نه ده حل کړې.

پایله

د دې راپور موندنې ښيي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نه یوازې د ټولنې پر اخلاقي چارو د څار تر ادعا محدود نه دی پاتې، بلکې په عملي ډول یې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو پر شخصي، ټولنیز او اقتصادي ژوند ژور او پراخ محدودیتونه لګولي دي. ښځې د فتنې سرچینې کڼل کېږي او د همدې لیدلوري له مخې د هغوی پر ازاد تګ راتګ، کار، درملنې، غږ او ټولنیز حضور سخت بندیزونه لګول شوي دي.

په ټوله کې د امربالمعروف د محتسبینو اوسنی چلند د خلکو ترمنځ د وېرې، بې‌باورۍ او ناخوښۍ فضا رامنځته کړې، ټولنیز ژوند یې محدود کړی د خلکو خوشحالۍ ېې اخيستې او د ښځو پر وړاندې یې سیستماتیک فشارونه زیات کړي دي؛ هغه څه چې د ټولنې پر ثبات، رواني روغتیا او راتلونکي ژورې منفي پایلې لرلی شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه