د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا هیواد جګړې او مذاکراتو دواړو ته تیار دی.
د صدا و سیما رسنۍ له راپور سره سم، عراقچي نن (دوشنبه، ۲۲ د مرغومي) په تهران کې له مېشتو سفیرانو سره په لیدنه کې وویل چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، مګر د جګړې لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.
ده همدا راز وویل چې ایران «منصفانه، شرافتمندانه، له برابر دریځه، په متقابل احترام او د متقابلو ګټو پر اساس خبرو» ته هم چمتو دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن ویلي چې ایراني مشرانو ورسره اړیکه نیولې او د خبرو غوښتنه یې کړې ده.
ټرمپ ویلي چې ټاکل شوې ده له دوی سره لیدنه وشي، مګر شونې ده چې د روانو پېښو له امله تر لیدنې وړاندې اقدام کولو ته هم اړ شي.
ده د وروستیو ورځو پر مهال او په ایران کې له لاریونونو سره هممهاله ګواښ کړی و چې که ایران لاریونوال وځپي، د متحده ایالاتو له سخت ګوزار سره به مخ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې له بهرنیو سفیرانو سره په لیدنه کې روانو لاریونونو ته هم اشاره کړې.
عراقچي ویلي: «تر یوه حده لاریونونه روان وو مګر یو څه وخت وروسته دا په ترهګریزو عملیاتو واووښتل او د دې دوو تر منځ باید تفاوت وي.»
ده ویلي چې ایران زیات اسناد لري چې د وروستیو ورځو پر مهال په «ترهګریزو حرکاتو» کې د امریکا او ایران لاسوهنې ښیي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې کوم څه «ترهګریز عملیات» بللي، دا یې په عین مهال کې د ټولو لپاره لوای ګواښ ګڼلي او ویلي یې دې چې تر څو ډاډ نه وي تر لاسه شوی چې نور هیڅ ګواښ نه شته، یو لړ بندیزونه به پاتې وي.
په ایران کې د ولسي لاریونونو دا شپاړسمه ورځ ده. د لاریونونو تر پراخېدو وروسته ایراني دولت په ټول هیواد کې انټرنیټ قطع کړی دی.
په ایران کې د انټرنیټ تر قطع کېدو وروسته د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د دولتي ځواکونو له لوري د لاریونوالو د ځپل کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې.
