یونیسف په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي.

دغه سازمان ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې دا ښوونځي د جاپان حکومت په مالي مرسته رغول کېږي.

یونیسف ویلي، چې د دې ښوونځیو په رغولو سره به په افغانستان کې ماشومان وکولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق نه ده څرګنده کړې، چې دا ښوونځي به د افغانستان په کومو ولایتونو کې ورغول شي.

د افغانستان په یو شمیر لېرې پرتو سیمو کې لا هم ماشومان د زده کړو لپاره مناسب چاپیریال نه لري او په زیاتو سیمو کې په کرایه شویو ودانیو کې زده کړې کوي.

په همدې حال کې بیا، طالبانو له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړې منع کړي او یوازې هلکانو ته اجازه ورکوي چې ښوونځیو ته لاړ شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه