اطلاعات روز: په کندز کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د څلورو نورو میرمنو سره یوځای د یوې سیمه ییزې خبریالې ناظرې رشیدي نیول تایید کړي دي.
دې قومندانۍ نن (دوشنبه، ۲۲ د مرغومي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې میرمن رشیدي او یادې میرمنې د یوې «جنايي پیښې» په تړاو نیول شوې دي.
د طالبانو امنیې قومندانۍ زیاته کړې، چې ناظرې رشیدي مخکې د یوې سیمه ییزې راډیو سره کار کاوه، خو اوس مهال له هیڅ رسنۍ سره کار نه کوي او د هغې نیول د هغې د رسنیزو فعالیتونو سره تړاو نه لري.
د دې قومندانۍ په وینا، چې د دغې پخوانۍ خبریالې او نورو نیول شویو میرمنو قضیه به د بشپړې څیړنې وروسته د طالبانو عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
په کندز کې د طالبانو امنیې قومندانۍ روښانه کړې نه ده، چې یادې ښځې کله او څنګه نیول شوې دي.
دې قومندانۍ د دې نیونې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان خبر ورکړی و، چې طالبانو په کندز ولایت کې سیمهییزه خبریاله «ناظره رشیدي» نیولې او نامعلوم ځای ته یې بیولې ده.
دې سازمان د یادې خبریالې نیول غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې هغه ژر تر ژره خوشې کړي او د هغې د نیول کیدو قانوني دلیلونه په څرګنده توګه بیان کړي.
