اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې له دې وروسته هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګري کوي، باید د امریکا سره د هر ډول سوداګرۍ لپاره ۲۵ سلنه تعرفه ورکړي.
ښاغلي ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروث سوشیال» کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې دا پرېکړه «قطعي او وروستۍ» ده.
دا په ایران کې د لاریونونو له پیل راهیسې د ډونالډ ټرمپ تر ټولو وروستۍ څرګندونې دي.
ټرمپ په وار وار ګواښ کړی چې که ایران لاریون کوونکي وځپي، نو د امریکا له خوا به له سخت ګوزار سره مخ شي.
هغه پرون وویل، چې داسې ښکاري چې ایران له سرې کرښې تېر شوی او د امریکا پوځ په انتخابونو غور کوي او پریکړه کوي.
په ایران کې اوسني اعتراضونه ۱۷ ورځې وړاندې د تهران سوداګرو د اسعارو د تبادلې نرخ پر وړاندې پیل شول.
دا لاریونونه په چټکۍ سره پراخ شول او د حکومت ضد حرکت باندې بدل شول.
په وروستیو ورځو کې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د ایران د دولتي ځواکونو لهخوا د لاریون کوونکو د پراخ ځپلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
