نورستان کې ځايي خلک شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې تاریخي سیمې او ابدې د له منځه تللو له خطر سره مخ دي.
دوی وايي، له کله راهیسې چې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې، د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې لرغونې سیمې او تاریخي ابدې له پامه غورځول شوي او اندېښنه یې دا ده که رغونې ته یې پام ونه شي له منځه به ولاړې شي.
نورستانیان د طالبانو حکومت سربېره پر اړوندو نړیوالو بنسټونو غږ کوي، چې په دې ولایت کې د «کافر باغ» ترڅنګ د نورو تاریخي ابدو رغېدا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د نورستان په واما ولسوالۍ کې ځايي خلک وایي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغلته تاریخي بڼ «اندرکوڼ بڼ» ګڼې برخې د تخریب له ګواښ سره مخ دي. دوی وايي، طالبان د دغه بڼ د تخریب شویو برخو د رغونې لپاره نه یوازې پاملرنه نه لري، بلکې د دغه بڼ د مېوو د رسېدو پر مهال پرته له اجازې خوراک ته ورځي او د ټوپک د میل پرمټ ترې مېوه وړي.
د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی معصوم جان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دا باغ څه باندې ۱۲۰ کاله تاریخي قدامت لري، په دې باغ کې د انګورو، مرخړو، چهارمغزو، بادامو او نورې مېوې موجودې دي، اکثریت مېوې یې د مېزان او عقرب په میاشت کې پخېږي، خو په دې ولایت کې شته طالبان پر ځای د دې چې د دې باغ د مېوو او نورو برخو د ساتنې لپاره کار وکړي، د ټوپک په زور د باغ له ساتوونکې مېوې هم وړي.»
د نورستان د واما ولسوالۍ ځايي خلک وايي، د اندرکوڼ ځېنې برخې تخریب شوي او ځو ځلې یې ځايي مسوولو طالبانو ته د دغه بڼ تخریب شویو برخو د رغونې غوښتنې کړي، خو په خبره یې د طالبانو اړوندو مسوولینو تر اوسه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
دوی زیاتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې ګڼ شمېر غړیو په لومړیو کې د یاد بڼ یو شمېر برخې په بې نظمۍ وېجاړې کړې وې، خو په وینا یې ځايي طالبانو له پرله پسې ژمنو کولو سره سره بیا هم په دې برخه کې عملي ګامونه پورته نه کړل.
د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالطیف اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «اوله کې چې جمهوریت سقوط شو او طالبان واک ته ورسېدل په اندرکوڼ باغ کې طالبان ور ګډ شول، ډېره بې نظمي یې وکړه، دېوالونه یې خراب کړل، ځېنې تاریخي ونې یې هم ماتې کړې، مونږ په قومي بڼه څو ځلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته لاړو چې دې مشکل ته رسیده ګي وکړي، یوازې وعدې یې راسره وکړې او د عمل په برخه کې یې هېڅ قدم نه دی اخېستې او د باغ خرابې شوې برخې د لا خرابوالي په حالت کې دي.»

بل لور د ختیځ نورستان یو شمېر اوسېدونکي هم شکایت لري، چې د یاد ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د هېواد د پخواني شاه کور هم د تخریب له ګواښ سره مخ دی او طالبان دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه لري.
دوی وايي، د افغانستان د پخواني شاه اعلیحضرت محمد ظاهر شاه کور چې د جمهوریت پر مهال یې د ګڼ سیلانیان پام ځانته ور اړولی و د وېجاړېدو تر وروستي بریده رسېدلی او که پاملرنه ورته ونه شي؛ د یاد تاریخي کور پاتې برخې به هم له منځه ولاړې شي.
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د کمو سیمې اوسېدونکی محمد جاوېد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په کمو ساحه کې په څلور جریبه ځمکه پخواني پاچا محمد ظاهر شاه کور دی. د خرابو برخو د جوړښت لپاره نه پخواني جمهوریت کار وکړ او نه هم زمونږ له پرله پسې غوښتنې سره سره د طالبانو څلورنیم کلن حکومت پام وکړ. دا ډېره تاریخي کلا ده او که سم پام ورته وشي او سړکونه ورته جوړ شي د اوړي ترڅنګ په ژمي کې به هم ګڼ شمېر سیلانیان ور مات وي او له دې لارې به خلکو ته د کار ـ روزګار زمینې ترڅنګ د طالبانو حکومت ته د عاید پر یوې سترې سرچینې بدله شي.»
د ختیځ نورستان خلک د طالبانو د ولایتي ادارې ترڅنګ له مرکزي حکومت غوښتنه لري چې د دغه تاریخ کور د رغېدا او ساتنې لپاره جدي او کارنده ګامونه پورته کړي، ترڅو یې وېجاړېدونکې برخې له وېجاړېدو وژغورل شي.
دوی غواړي چې د طالبانو مرکزي حکومت باید د افغانستان د پخواني شاه د دغه تاریخ کور د رغېدا لپاره تر هر څه ژر ګامونه پورته کړي او د دغه کور د رغېدا سربېره د یاد کور ترڅنګ د نورو فرهنګي هلو ځلو غوښتنه کوي.
د کامدېش ولسوالۍ د کمو سیمې اوسېدنکي وکیل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د محمد ظاهر شاه د کور کوټې، دروازې، دېوالونه او نورې برخې زیانمنې شوي، خو نه تېر جمهوریت د دغو برخو د جوړونې لپاره کار وکړ او نه طالبانو چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې یې غوړې ـ غوړې وعدې وکړې تر اوسه د دغه د جوړونې لپاره هېڅ عملي ګام اوچت نه کړ، دا د یوه تاریخي پاچا تاریخي کور دی باید دلته له کونړه تر دغه ځایه سړک پوخ، دلته هوټلونه جوړ شي، دا کور په پخوانۍ بڼه جوړ شي، ځکه اوړی ډېر سیلانیان دلته راځي او له دغه کوره لیدنه کوي، خو بیا د شپې د پاتې کېدا لپاره ورته ځای نه وي، نو باید هم عصري هوټل جوړ شي، هم دې ساحې ته ورغلی سړک جوړ شي او هم د دغه کور شاوخوا ته سړکونه او زینتي بوټي کېنول شي.»

موږ هڅه وکړه چې نورستان لپاره د طالبانو مسوولینو نظر هم واخلو، خو هغوی اطلاعات روز ورځپاڼې سره له خبرو کولو ډډه وکړه.
نورستان چې پخوا یې نوم کافرستان و، د افغانستان په ختیځ کې موقعیت لري. دې سیمې د ۱۹مې پېړۍ تر پایه پورې خپل لرغوني دودونه او مذهب ساتلي وو، تر هغه چې په ۱۸۹۶م کال کې د امیر عبدالرحمن خان له خوا اسلام ته راوګرځول شول او نوم یې نورستان کېښودل شو.
د نورستان پخوانی نوم کافرستان دی او ځایي خلک یې نږدې یوه نیمه پېړۍ مخکې مسلمانان شوي، په یو شمېر سیمو کې یې لا هم د کافرستان د وخت پخواني دودونه پالل کېږي.
