طالبانو په هلمند کې یو «غل» په ډزو وواژه

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوی پولیسو پر دوو «غلو» ډزې کړي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

د دې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن سې‌شنبه (۲۳ د مرغومي) د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند «بولان» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې یاد کسانو غوښتل یو «اکوا» موټر غلا کړي، خو د طالبانو د ځواکونو له لوري په نښه شوي او پر مهال یې یو تن وژل شوی او بل ژوبل دی.

د یادو کسانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

هلمند کې په دې وروستیو کې موټرسایکل سپاره غله زیات شوي او خلک د طالبانو له اړوند مسوولینو غوښتنه کوي، چې د مخنیوي په برخه کې یې کارنده ګامونه پورته کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه