رویټرز د ایراني چارواکي له قوله: د لاریونو پر مهال دوه زره تنه وژل شوي

Photo: Social Media

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي له خولې خبر ورکړی چې په ایران کې د لاریونو پر مهال د امنیتي کسانو په شمول دوه زره تنه وژل شوي.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن (سې‌شنبه، ۲۳ د مرغومي) رویټرز ته ویلي چې «ترهګرو» لاریونوال او د دې هیواد امنیتي سرتېري وژلي دي.

رویټرز لیکلي چې دې چارواکي د وژل شویو په اړه زیات جزییات ورنه کړل.

تر دې وړاندې د ایران دولتي رسنیو هم راپور ورکړی و چې په دې هیواد کې د لاریونونو پر مهال د وژل شویو شمېر «پام وړ» دی خو جزییات یې نه وو ورکړي.

ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې هیواد په بېلابېلو ښارونو کې د لاریونونو پر مهال د را منځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ویلي.

دوی ادعا کوي چې «ترهګرو» د امریکا او اسراییلو په ملاتړ ولسي لاریونونه په «ترهګریزو عملیاتو» بدل کړل او عام خلګ او امنیتي سرتېري یې ووژل.

رویټرز لیکلي چې څو تایید شوې ویډیوګانې ورته رسیدلې چې پکې لیدل کېږي چې دشپې مهال د پولیسو او لاریونوالو تر منځ مرګونې شخړه روانه ده او موټرو او ودانیو ته اور اچول شوی.

د رویټرز د راپور له مخې، د هرانا په نوم په امریکا کې د بشري حقونو مېشټ بنسټ ویلي چې د وژل شویو شمېر تر دوو زرو زیات دی.

هرانا ویلي چې د دوشنبې د ورځې تر پایه ۱۰ زره او ۷۲۱ تنه د ایران د دولتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

په ایران کې لاریونونه ۱۶ ورځې وړاندې پیل شول او د وروستیو ورځو پر مهال په یوه حکومت ضد حرکت واووښتل او تاوتریخجن شول.

د لاریونو تر پراخېدو او تاوتریخجن کېدو وروسته د ایران دولت له پنجشنبې ورځې راهیسې انټرنیټ به ټول هیواد کې قطع کړی دی.

لوېدیځ هیوادونه وایي چې ایران د انټرنیټ په قطع کولو سره لاریونوال په پراخه توګه ځپلي دي. تر لاریونو وروسته د ایران پر حکومت نړیوال فشارونه زیات شوي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې هیواد ته د نظامي برید ګواښ کړی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه