اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر سرپرستې جورجټ ګانیون د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي او د روانې میاشتې په پای کې یې کابل ته په سوله سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو د سفر خبر ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د یوناما سرپرستې له امیر خان متقي سره د دې په اړه سفر خبرې وکړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
روزماري ډيکارلو د افغانستان په اړه د دوحې بهیر د پرمخ بېولو مسوولیت پر غاړه لري. هغې د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې د دوحې بهیر د درېیمې ناستې مشري کوله؛ هغه ناسته چې د طالبانو د پلاوي په ګډون ترسره شوه، خو د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې استازو پکې شتون نه درلود.
ملګرو ملتونو د دوحې له درېیمې ناستې وروسته اعلان وکړ، چې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره دوه کاري ډلې جوړې شوې دي، تر څو په دغو برخو کې تخصصي بحثونه ترسره شي.
امیرخان متقي د یوناما له سرپرستې سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو له لوري په دواړو کاري ډلو کې د قناعت وړ پرمختګونه شوي دي، خو نورې خواوې نه دي توانېدلي چې د بدیل معیشت او د بانکي ستونزو د حل په برخه کې د قناعت وړ لاسته راوړنې ولري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د نورو خواوو څخه د عملي او جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د یوناما سرپرستې د دوحې بهیر د دوو کاري ډلو د مخکینۍ ناستو پایلې مثبتې بللي او یادونه یې کړې چې په دې برخه کې به لا ډیره پاملرنه وشي.
