اطلاعات روز: د طالبانو «د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون» خبر ورکړی، چې پرون سې شنبه (۲۳ د مرغومي) له پاکستان او ایران څخه دوه زره او ۱۶۵ کډوال ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې کمیسیون ویلي، چې یو زرو او ۷۶۶ کسان د تورخم، ۱۹۵ کسان د سپین بولدک او ۱۱۹ کسان د بهرامچې له لارو له پاکستان څڅه راشړل شوي دي.
د طالبانو «د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون» دغه راز ویلي، چې ۵۱ کسان د اسلام کلا له لارې او ۳۴ کسان د ورېښمو له لارې له ایران څخه افغانستان ته راشړل شوي دي.
پاکستان او ایران په روان لمریز کال کې د افغان کډوالو نیولو او شړلو ته زور ورکړی او تر دې مهاله یې تر ۲.۵ میلیونو زیات کډوال له خپلو هیوادونو ایستلي دي.
نړیوالو مرستندویه سازمانونو ویلي، چې د کډوالو پراخه او چټک شړلو سره په افغانستان کې بشري بحران لا پسې خراب کړی دی.
نړیوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل او د هغوی ځورونه ودروي.
