په داسې حال کې چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې د سخت اقتصادي رکود، پراخې بیکارۍ او د عایداتي سرچینو د نشتون له جدي بحران سره مخ دی، په سویلي ولایتونو کندهار او هلمند کې د طالبانو لهخوا پر انلاین کاروبارونو لګول شوي محدودیتونه د سلګونو ځوانانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.
انلاین کاروبارونه، چې پکې کریپټو کرنسۍ، امازون، فریلانسینګ، فورکس او نور نړیوال ډیجیټلي پلاتفورمونه شامل دي، په وروستیو کلونو کې د ګڼو افغان ځوانانو لپاره د بقا یوازینۍ وسیله ګرځېدلې، خو یو شمېر ځوانان وایي، چې طالبان دا ډول فعالیتونه حرام ګڼي او په دې برخه کې فعال کسان نیسي، بندي کوي یې او انلاین شتمنۍ ترې اخلي.
د کندهار ښار اوسېدونکی احمد ولي پوپل چې له څه باندې یو کال راهیسې د کریپټو کرنسۍ په بازار کې کار کوي، وایي د کورنۍ ټول ورځني لګښتونه له همدې لارې برابروي، خو زیاتوي چې اوس یې تر ټولو ستره ویره دا ده که طالبان یې ونیسي، نه یوازې دا چې بندي به شي، بلکې د هغه ټوله USDT (ډیجیټل پیسې دي چې ارزښت یې تل له یو امریکایي ډالر سره برابر وي) او انلاین شتمني به هم ترې واخیستل شي.
هغه وویل: «په ټول هېواد کې هیڅ کار نشته، ما په کریپټو کرنسۍ کې زده کړې وکړې، د فورکس او کریپټو کرنسۍ اصول مې زده کړل، اوس له دې لارې حلاله نفقه ګټم چې د ورځني مصرف ترڅنګ ښه عاید هم ورڅخه لرم، خو دا چې په کندهار کې طالبانو د فورکس او کریپټو کرنسۍ کاروبار منع او حرام ګڼي نو هره شېبه د نیول کېدو ویره راسره شته.»
د طالبانو تر راتګ وروسته په افغانستان کې د دولتي او خصوصي سکتور د فلج کېدو، د نړیوالو مرستو د کمېدو او د پانګونې د وتلو له امله بېکاري بېسارې کچې ته رسېدلې او په داسې شرایطو کې زرګونه ځوانان اړ شوي چې د نړۍ له پرانیستو ډیجیټلي بازارونو سره ځانونه وتړي او د انلاین کار له لارې خپل لګښتونه پوره کړي، خو ډېری یې وایي چې طالبانو د انلاین کاروبارونو ماهیت نه دی درک کړی او پرته له دې چې د دې برخې تخنیکي، حقوقي او اقتصادي اړخونه وڅېړي، دغه فعالیتونه یې په عمومي ډول ناروا اعلان کړي دي.
یو بل کندهاری ځوان نعمتالله همدرد، چې د کریپټو کرنسۍ په برخه کې یې زده کړې کړي، وایي انلاین بازار د بېکاره ځوانانو لپاره ښه فرصت دی.
نوموړی زیاتوي: «که ځوانان عصري زده کړې وکړي، لکه کریپټو، فریلانسینګ نو د انلاین تجارت له لارې کولای شي ښه عاید ترلاسه کړي، چې دا د ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی، خو طالبان د دې کار پر وړاندې لوی خنډ دي ځکه دوی د انلاین کاروبارونو په ماهیت نه پوهیږي، د حقیقي او غولوونکو پروګرامونو درک او تحلیل نه شي کولای، دوی د نړۍ لوی مارکیټونه د غولوونکو پروګرامونو سره مقایسه کوي، نو له همدې وجې ټول انلاین کاروبارونه ناروا ګڼي.»
دغه راز محمد رشاد (مستعار) چې په کندهار کې د امازون د زده کړو استاد دی، وایي طالبان د انلاین کاروبارونو له محتوا سره بلدتیا نه لري.
نوموړی زیاتوي، چې طالبان باید د فتوا ورکولو وړاندې د عصري اقتصاد په اړه معلومات او پوهه ترلاسه کړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «امازون، کریپټو، فریلانس او فورکس په سعودي عربستان، اماراتو، ترکیه او نورو اسلامي هېوادونو کې رسمي فعالیت لري، خو دلته چې په میلینونونو ځوانان بېکاره دي نه یوازې چې دغسې نړیوالو مارکیټونو ته فرصت نه برابریږي، بلکې د ناروا فتواوې ورباندې ورکول کېږي، د نورو هیوادونو دولتونو دغو مارکیټونو ته کار کړی او په زرګونو ځوانانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي ځکه د دې لارې دغو هیوادونو ته هر کال په میلیونونو ډالر عاید راځي.»

د محمد رشاد په وینا، چې طالبان نړیوال کریپټو مارکیټونه له هغو درغلیزو اپلیکیشنونو سره پرتله کوي چې تر دې وړاندې د خلکو څخه په میلیونونو پیسې تښتولي وې.
رشاد د خپلو خبرو په دوام وایي: «کریپټو، امازان او نور نړیوال فلټفارمونه نړیوال، شفاف او تخنیکي سیستمونه دي، خو طالبان یې د څو جعلي اپلیکیشنونو پر اساس قضاوت کوي او پرته له تحقیق څخه ټول انلاین کاروبارونه ناروا ګڼي او منع یې اعلان کړي دی.»
همدارنګه کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوې خبرتیا کې د فورکس او کریپټو کرنسۍ فعالیت منع اعلان کړی او د اطلاعات روز موندنې ښیي چې طالبانو په دې تړاو یو شمېر ځوانان نیولي او بد چلند یې ورسره کړی دی.
د نظر محمد نظري (مستعار) په نوم یو ځوان شاوخوا شل ورځې کېږي چې طالبانو نیولی او په بند کې دی. د هغه د کورنۍ غړي وایي، نوموړی د بایننس په تور نیول شوی دی.
د نوموړي ورور عبدالرحمن نظري وویل: «زما ورور بایننس کې کار کاوه، په یوه کس یې USTD خرڅه کړې وه، چې په دغه جرم طالبانو ونیوه او ویل یې چې د طالبانو د خبرتیا خلاف یې انلاین کاروبار کاوه، اوس هم په بند کې دی او طالبانو راته ویلي چې محکمې ته په تمه شئ محکمه به ورباندې شرعي پریکړه کوي.»
له دې سره هممهاله هلمند کې هم ورته پېښې ثبت شوې دي. څه موده وړاندې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو استخباراتو د کریپټو کرنسۍ په یوه روزنیز مرکز چاپه وهلې او شاوخوا شل تنه ځوانان یې نیولي وو.
محمد رسول (مستعار) چې د یوه نیول شوي ځوان پلار دی، وایي شاوخوا ۲۰ ورځې یې د خپل زوی هېڅ خبر نه درلود او د جګړې د اسیر چلند ورسره شوی وو.
هغه وویل: «زموږ له اولادونو سره داسې چلند شوی لکه د جګړې اسیران چې نیولي وي، نه یې جرم کړی و، نه یې غیراخلاقي کار کاوه، یوازې یې انلاین تجارت زده کاوه چې په دغه تور یې شل ورځې داسې په بند کې وساتل چې موږ یې د احوال اخیستلو حق هم نه درلود.»
محمد رسول زیاتوي، چې طالبانو د هغه د زوی څخه شپږ زره USDT ډالر اخیستي او د تعهد تر لاسلیک وروسته یې خوشي کړی، او د بیا ځلي انلاین کاروبار د پیلولو له کبله یې د بندي کولو ګواښ ورته کړی دی.
په کندهار او هلمند کې صرافان وایي، چې پخوا یې په ازاده توګه USDT پلورله، خو اوس طالبان دوی نیسي او شتمنۍ یې ضبطوي.
دغه راز د افغانستان بانک په یوې خبرتیا کې په ټول هیواد کې د فورکس انلاین سوداګرۍ منع اعلان کړې.
د هلمند د صرافۍ مارکیټ یو صراف حاجي شرفالدین (مستعار) وایي، په دغه ولایت کې د طالبانو غړي د افغانستان بانک د فورکس د بندولو د خبرتیا له وجې د انلاین کاروبارونو ټول کاروونکي نیسي. د نوموړي په وینا د طالبانو غړي د فورکس او نورو انلاین فلټفارمونو پیژندنه نه شي کولای او په دغه تړاو پوهه نه لري.
هغه وویل: «د کریپټو کرنسۍ مارکیټ ډیر پراخه دی، دلته ډیر خلک USTD یوازې په دې بازارونو کې هم نه لګوي بلکې د دې تر څنګ نړیوالې سوداوې او تجارت د همدې USTD د لارې څخه تر سره کېږي.»

د کریپټو کرنسۍ یو شمېر استادان وایي، چې په هیواد کې د بېکارۍ د زیاتوالي څخه وروسته زیات شمیر ځوانان دې کاروبارونو ته مخه کړې او د افغانستان بانک د خبرتیا له خپریدو او د ځوانانو تر نیول کېدو وروسته په دې برخه کې د ډیرو ځوانانو لیوالتیا کمه شوې. د دوی په وینا په وروستیو کې یې زده کوونکي کم شوي او د طالبانو د نیولو له ویرې کم شمیر زده کوونکو په پټه زده کړې کوي.
د حبیب الرحمن په نوم د انلاین زده کړو یو استاد په دې اړه وویل: «کریپټو ډیر لوی مارکیټ دی په میلیونونو کسان پکې اخته دي، که افغان ځوانانو ته په دې برخه کې زده کړې وکړي او ښه مهارت تر لاسه کړي هرو مرو ښه ګټه کولای شي، چې په دې وروستو کې زیات ځوانانو موږ ته د زده کړو لپاره مراجعه کړې وه، چې زیات شمیر یې د مهارت د تر لاسه کولو وروسته بریالي شوي هم دي، خو له کله چې طالبانو یو شمیر ځوانان په دغه جرم ونیول، نو د ډیرو ځوانانو شوق کم شوی او زموږ د زده کوونکو شمیر هم د پخوا په پرتله کم شوی دی.»
تر دې دمه طالبانو په رسمي خبرتیاوو کې په ټول هیواد کې د فورکس کاروبار باندې بندیز لګولی او د نورو انلاین کاروبارونو په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی، خو په خپرو شویو خبرتیاوو کې یې دا ډول فعالیتونه «حرام» بللي او د مخنیوي ټینګار یې کړی دی.
اقتصادي او تخنیکي کارپوهان وایي، که طالبان د انلاین کاروبارونو مخه ونیسي، بېکاري به نوره هم زیاته شي او ځوانان به د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
د دوی په باور، انلاین اقتصاد کولای شي د دولت پر اوږو د بېکارۍ فشار کم کړي.
د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو تن استاد محمد ادریس رونق اطلاعات روز ته په خپلو خبرو کې وویل: «فریلانس، امازان او د کریپټو کرنسۍ کاروبارونه د درېیمې نړۍ د هېوادونو لپاره یو مهم فرصت دی، ځکه د درېیمې نړۍ ډیر ځوانان د دې لارې په میلینونو ډالر ګټي او هیواد ته د دې لارې ښه پریمانه پیسې راځي چې د مخنیوي لپاره یې په پرمختللو هیوادونو کې هیڅ قانون او ممانعت نشته؛ په پاکستان، بنګلدیش، ایران او نورو هیوادونو کې په دې برخه کې دولتونو فرصتونه ایجاد کړي او ځوانانو ته وړیا زده کړې ورکوي که په افغانستان کې دا دروازه وتړل شي، بېکاري، فقر او د غربت څخه د ځوانانو ځان وژني پیښې به لا زیاتې شي. دا ډول بندیزونه د ملي اقتصاد تر څنګ د هیواد پر امنیت هم ناوړه اغیزې لري.»
پر انلاین کاروبار بندیز د زرګونو ځوانانو د عاید لارې ګواښي، خو طالبانو بیا د انلاین کاروبارونو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او په دې لاره روان کسان نیسي او زندان ته یې اچوي.
په کندهار او هلمند کې زیات شمیر ځوانان وایي، طالبان دې د بند او زور پر ځای دوی ته د زده کړو، کار او عصري مهارتونو لپاره زمینه برابره کړي.
