واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورو ټولنیزو او کلتوري برخو ترڅنګ د کتابونو د چاپ او پلور پر بهیر هم سخت محدودیتونه لګول شوي دي. د طالبانو د نوې تګلارې له مخې، یوازې هغو کتابونو ته د چاپ او په بازارونو کې د پلور اجازه ورکول کېږي چې د دوی له فکري، سیاسي او مذهبي لیدلوري سره په ټکر کې نه وي او ګڼ شمېر نور علمي، ادبي او فرهنګي اثار له چاپ او خپرېدو منع شوي دي. د دغو محدودیتونو له امله د کتاب بازار له جدي ننګونو سره مخ دی او د مطالعې او لیکوالۍ فضا کمرنګه شوې ده.
په سویل ختیځ زون کې د یو شمېر خپرندویه ټولنو خاوندان وایي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د ځینو کتابونو د چاپ او په بازار کې د پلور مخه نیولې ده. د دوی په وینا، دغو محدودیتونو د کتاب د چاپ بهیر کمرنګه کړی او له امله یې ډېر لیکوالان نور د خپلو اثارو د چاپ لپاره لېوالتیا نه لري.
په خوست ولایت کې د یوې خپرندویه تولنې مسوول سلیم (مستعار) وایي، چې د تېر حکومت پر مهال د کتابونو د چاپ بهیر د غوړیدا په حال کې و او هر کال به یې لسګونه کتابونه چاپول، خو واک ته د طالبانو په رسیدو سره دا بهیر پیکه شوی او په شاوخوا دوو کلونو کې یې هیڅ کتاب نه دی چاپ کړی.
نوموړی زیاتوي، ډیری لیکوالان چې د طالبانو له فکر سره په ټکر کې دي، یو شمیر یې له ډاره نه شي کولی خپل کتابونه چاپ کړي او ځینې یې بیا د مالي ستونزو له امله نه شي کولی خپل کتابونه چاپ او خپاره کړي.
هغه وویل: «زما خپله خپرندویه ټولنه ده څو نور ملګري هم راسره دي مخکې به موږ کتابونه په دې حساب چاپول چې لیکوال نه به مو کتاب واخیست موږ به په خپل مالي لګښت چاپ کړ یو څو جلده به مو لیکوال ته ورکړل نور به موږ خرڅ کړل په دې سره به موږ یو څه ګټه وکړه بیا به مو بل کتاب چاپ کړ، خو دا څو کاله چې کتابونو باندې محدودیت زیات شوی هر دول کتاب نه شو چاپ کولی، نو په دا دوه کاله کې مې هیڅ کتاب نه دی چاپ کړی.»
د یوې بلې خپرندویه بنست مشر شریف خان هم وایي، چې د ازادو کتابونو په چاپ او پلور له بندیز وروسته د کتابونو د چاپ بهیر پیکه شوی او هیڅوک نه شي کولی داسې کتاب چې یوه کمه اندازه خبرې یې هم د طالبانو له فکر سره په ټکر وي چاپ کړي.
د ده په وینا، چې نه یوازې د محدودیتونو له امله د کتابونو چاپ پاتې دی، بلکې له مطالعې سره د ځوانانو د علاقې کمېدل هم د دې سبب شوی چې د کتابونو پلور کم شي او په دې سره خپروندویه تولنې د نوي کتابونو له چاپ لاس واخلي.
دی زیاتوي: «د کتابونو چاپ دا پروسه چې ده یو خو په ځینو کتابونو بندیز لګېدلی، بل ځینې کتابونه په پوهنتونونو او علمي ځایونو کې یې تدریس منع شوی، نو ځکه ځینې لیکوالان نوي کتابونو چاپ ته ژړه نه ښه کوي. بل خپرندویه ټولنه هم داسې کتاب نه چاپ کوي چې لږ مهم نه وي او د پلور ښه بازار ونه لري. بله خبره دا هم ده چې په ټوله کې د مطالعې سره د ځوانانو هغه علاقه کمه شوې پخوا ډیر کتابونه ازادې مطالعې لپاره ځوانانو اخیستل خو اوس یې نه اخلي.»

دغه راز پکتیا کې هم د یوې خپرندویه ټولنې مسوول یونس خان وایي، چې په اوس وخت کې یوازې دیني کتابونه او بل هغه چې د طالبانو د فکري تړاو لرونکو لیکوالانو له خوا لیکل کېږي چاپ او خپریږي او پرته له دې نور کتابونو ته د چاپ اجازه نه ورکول کېږي.
هغه زیاتوي، چې د کتابونو د چاپ کم رنګه کیدو یو بل علت دا هم دی چې له هیواد څخه ډیری لیکولان او د فکر خاوندان بهرنیو هیوادنو ته وتلي، چې ښایي ډیری یې هلته کتاب لیکلو ته وخت نه وي پیداکړی.
دی دا هم وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله هم ځوانان نه شي کولی د خپلې خوښې کتابونه وپیري چې په دې سره د کتابونو پېر کم شوی او نوي کتابونه په اسانۍ نه چاپ کېږي.
یونس خان وویل: «اوس وخت کې خو یوازې دیني کتابونه او یا هغه چې طالبانو لیکوالانو لیکلي وي چاپ کېږي او بازارونو کې خرڅیږي. اوس په هیواد کې دېر کم لیکولان پاتې دي او تاسو خبر یئ چې پوهنتون ډیری استادان او نور لیکوالان ووتل، بل اوس وخت کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي ځوانان چې کار ونه لري نو کتاب به څنګه واخلي نو دا ټول سره تړلي دي.»
بلخوا بیا د سویل ختیځ زون په پکتیکا ولایت کې کومه خپرندویه ټولنه نشته، خو د یو کتاب پلورنځي مسوول نجیب الله وایي چې له ډیر پخوا راهیسې په دې ولایت کې د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ دی او یوازې هغه کتابونه خرڅیږي چې یا د ښوونځيو تدریسي مضمون وي او یا هم کوم دیني کتاب وي.
نوموړی زیاتوي، چې د ازدې مطالعې دودولو په موخه پکتیکا کې نه پخوا او نه اوس کار شوی او له همدې امله د مطالعې سره د ځوانانو علاقه کمه شوې او ترڅنګ یې د کتابونو چاپ او پلور هم کم شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو په دولتي ښوونځیو، پوهنتونونو او یو شمېر نورو ځایونو کې ځوانانو ته د مطالعې ځانګړي پروګرامونه او سیالۍ پیل کړي دي. په دغو پروګرامونو کې هغه کتابونه د لوست لپاره معرفي کېږي چې د دې ډلې د اړوندو لیکوالانو له لوري لیکل شوي او د طالبانو د مشرانو ځانګړې ستاینې او توصیفونه پکې شوي دي.
