چین په کابل کې پر چینایي ریسټورانټ د بریدګرو د پېژندنې غوښتنه کړې

Photo: fmprc.gov.cn

د چین د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر یوه چینایي ریسټورانټ برید غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې د دې برید عاملین دې ژر تر ژره معلوم او مجازات کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوجیاکون نن (سې‌شنبه، ۳۰ د مرغومي) په یوه خبري غونډه کې تایید کړې چې په دې برید کې یو چینایي وګړی وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.

ده ویلي چې چین له طالبانو غوښتي چې د ژوبلو د درملنې هڅه وکړي او د چیني اتباعو، پروژو او موسسو د امنیت لپاره نور ګامونه واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د دې هیواد له وګړو غوښتي چې امنیتي وضعیت ته په پام دې اوس مهال افغانستان ته سفر نه کوي.

دې هیواد همدا راز په افغانستان کې له خپلو شته شرکتونو او وګړو غوښتي چې احتیاطي او امنیتي اقدامات دې وکړي او ژر تر ژره دې له خطره ډکې سیمې پرېږدي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا هیواد «هر ډول ترهګري په کلکه غندي او سخت مخالفت یې کوي او د ترهګرۍ د هر ډول بڼې او تاوتریخوالي په وړاندې په ګډه مبارزه کې د افغانستان او د سیمې د هیوادونو ملاتړ کوي».

پرون تر غرمې وروسته شاوخوا درې بجې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل د شهرنو سیمې په ګل فروشۍ کوڅه کې پر یوه چینایي «چاینیز نوډل» نومي ریسټورانټ برید وکړ.

په کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وویل چې په دې برید کې شپږ افغانان او یو مسلمان چینایي وګړی وژل شوي.

په کابل کې ایمرجنسي روغتون ویلي و چې به دې برید کې د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۳ تنه ژوبل هم دي.

د دې برید مسوولیت داعش ډلې ومانه.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه