ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې د دوو ښځو ژوند واخیست

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د ګاز ډبې د چاودېدو له امله دوو ښځو ژوند بایللی او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، چې د ګاز ډبې دغه چاودنه تېره شپه (سې شنبه، ٣٠ د مرغومي) د سپین غر ولسوالۍ اړوند «شډل رغزي» سیمه کې په یو کور کې رامنځته شوې.

هغه وایي، د دغې پېښې به پايله کې دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان ټپیان دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړی زیاتوي پولیس سيمې ته رسېدلي او د يادې پېښې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په یوه هوټل کې هم د ګاز ډبې چاودنې له امله ۱۴ کسان ټپیان شوي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه