هلمند کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او د یوه ماشوم په ګډون درې تنه نور سخت ژوبل شوي دي.

یوې سرچینې وویل، چې دا پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۳۰ د مرغومي) مازدیګر مهال د هلمند د سنګین ولسوالۍ د دوراهي سیمه کې د یو «فورنر» موټر د اوښتلو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یو ماشوم په ګډون درې تنه نور سخت ژوبل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دا ترافیکي پېښه د موټرچلوونکي چټک سرعت او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخت مرګونې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې تر ډېره یې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ښودل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه