فایق: په افغانستان کې د بشریت ضد جرمونه لا هم دوام لري

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې په افغانستان کې د بشریت ضد جرمونه یوازې په تېرو وختونو پورې محدود نه دي، بلکې د دې هیواد اوسنی واقعیت دی او لا هم دوام لري.

ښاغلي فایق د ملګرو ملتونو «د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو» معاهدې په اړه د چمتووالي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان خلک د بشري حقونو له پراخو او سیستماتیکو سرغړونو سره مخ دي.

هغه ویلي، چې جبري ورکېدل، خپل‌سرې نیونې، شکنجه، ځورونه او تعقیب، جبري بې‌ځایه کېدل او له اساسي حقونو محرومیت د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو له جملې څخه دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست همدارنګه ویلي، چې د طالبانو تګلارې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیکې او سازمان‌یافته دي، او طالبان د قوانینو، فرمانونو او بنسټیزو کړنلارو له لارې هغوی له زده‌کړې، کار، ټولنیز حضور او عدالت ته له لاسرسي محرومې کړې دي.

ښاغلي فایق زیاته کړې، چې طالبان قومي او مذهبي اقلیتونه، ژورنالیستان، د بشري حقونو فعالین او پخواني چارواکي د دوی د هویت، عقیدې او پخوانیو خدماتو پر بنسټ تعقیب او ځوروي.

هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو دا سرغړونې جلا پیښې نه دي، بلکې د دوامدارو چلندونو بڼه لري چې د بشریت پر وړاندې د جنایتونو سبب ګرځي.

د افغانستان د استازولۍ سرپرست همدارنګه له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د «بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو» په معاهده کې د جنسي اپارتاید جرم وپېژندل شي، څو په دې برخه کې حقوقي او قانوني تشې له منځه ولاړې شي.

له کله راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي او هغوی یې د زده‌کړې او کار له حقه محرومې کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي، چې د طالبانو چلند د افغانستان له ښځو سره «د بشریت ضد جرم» دی او کېدای شي د جنسي اپارتاید په توګه هم وپېژندل شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه