پټې وژنې؛ هلمند کې د يو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د يو ځوان جسد موندل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د دغه ځوان جسد نن (چهارشنبه، ۱ د سلواغې) سهار مهال د موسی کلا ولسوالۍ اړوند «شوارزو» سيمه کې موندل شوی.

سرچينه زیاتوي، چې د دغه ځوان پر بدن د وهلو ټکولو نښې ليدل کېږي او څرګندیږي چې په ډير «ناوړه ډول» وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، چې ځایي طالبانو د وژل شوي ځوان جسد د موسی کلا ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته  انتقال کړی ترڅو د هغه کورنۍ وموندل شي.

هلمند کې ځایي طالبانو تر اوسه په دې تړاو معلومات نه دي ورکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه