د افغانستان او ویسټ انډیز د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ د درو شل اوریزو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې وکولای شول چې مقابلې لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړي.
دا لوبه چې نن (چهارشنبه، ۱ د سلواغې) په دوبۍ کې ترسره شوه، افغان لوبډلې په لومړي ځل توپ وهنې کولو سره مقابلې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۰ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې ۶۸ منډې درویش رسولي وکړې او همدا راز صدیق الله اتل هم ۵۳ منډې جوړې کړې.
ویسټ انډیزۍ لوبډلې د هدف په تعقیب کې په نولسم اور کې پر ۱۵۰ منډو ټوله وسوځېده.
د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان له لوري مجیب الرحمان څلور، فضل الحق فاروقي او عظمت الله دوه-دوه او راشد خان یو لوبغاړی وسوځاوه.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې ده چې دواړې لوبډلې به د درېیمې لوبې لپاره سبا سره مخامخ کېږي.
