اطلاعات روز: د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ځنګلونو پرې کولو وضعیت ته اندېښمن دي او ادعا کوي چې ځایي طالبان له ځنګل پرې کوونکو سره شریک دي او مخنیوي یې نه کوي.
د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی محب الله وایي، د ژمي په را رسېدو سره د ځنګلونو د پرې کولو لړۍ چټکه شوې او یو شمېر ځایي خلکو د طالبانو په مرسته د یادو ځنګلونو پرېکولو ته مخه کړې، څو وکولای شي د ژمي په موسم کې د سون توکو په حیث ورڅخه کار واخلي.
محب الله زیاته کړه: «د سپین غر ولسوالۍ په ځنګلونو تالان ګډ دی، زیاتره ونې د شپې لخوا پرې کېږي او بیا د لرګیو پر پلورونکو خرڅول کېږي؛ هغه کسان چې د ځنګل ونې پرې کوي طالبان پرې خبر دي او دوی ته په کې خپله برخه ورکوي غوښتنه کوو چې د ځنګل د پرې کولو مخنیوی دې وي.»
د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی فضل الربي هم ورته شکایت کوي او په وینا یې هغه کسان چې د ځنګل ونې پرې کوي، ورسره برقي ارې او د ځنګلونو د پرې کولو ځینې نور وسایل هم ورسره دي.
نوموړی اندېښنه ښیي چې د ځنګلونو په اوسنۍ بڼه وهل چاپېریالي ننګونې ډېرولی شي او د هوا په سړېدو سره د ځنګلونو غیرقانوني وهل زیات شوي او د مخنیوي لپاره یې هېڅ ډول څارنه هم نهکیږي.
هغه د طالبانو له مسوولانو غواړي چې په دغه ولایت کې د طبیعي ځنګلونو له پرېکولو مخنیوی وکړي.
فضل الربي زیاتوي: «که څه هم طالبانو د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قعطه جوړه کړې، خو تر اوسه یې هیڅ نتېجه نه ده ورکړې ځکه دوی په خپله د ځنګل په پرې کولو کې لاس لري دا چاره زیاتره د شپې له خوا ترسره کېږي، که د دې چارې مخنیوی ونه شي، نو ځنګلې به ختمې شي.»
د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد هارون وایي، چې نه یوازې د خلکو له لوري د ځنګل ونې پرې کېږي بلکې یو شمېر شرکتونه د کانونو د کیندلو لپاره ځنګلونه له منځهوړي.
د هغه په وینا، د ځنګلونو په اوسنۍ بڼه وهل کولی شي ګڼ شمېر چاپېریالي ستونزې را پیدا او د سیمې د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ کړي.
محمد هارون زیاتوي: «ځنګلونه زموږ ملي شتمنۍ ده او که چېرې د دې ساتنه ونه شي، نو بدې پایلې به ولري، هغه شرکتونه چې د خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې د شوکاڼي او نورو قیمتي ډبرو د کیندولو پر مهال د ځنګل ونې وهي او په دې سره زیات ځنګل له منځه تللی دی.»
په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې کارپوه انجینر محمد اسحاق کارګر وایي، ځنګلونه نه یوازې د چاپیریال د ککړتیا مخنیوی کوي، بلکې د ویجاړونکو سېلابونو او د خاورې تخریب د مخنیوي په برخه کې هم مهم رول لري.
کارګر زیاتوي: «افغانستان چې د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دی، نو لازمه ده چې د ځنګلونو ساتنې ته یې ډېر پام وشي ځکه ځنګلونه کولای شي د سختو سېلابونو مخنیوی وکړي او دغه راز د هوا ککړتیا په مخنیوي کې مهم رول لري.»
په ورته مهال د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره طالب ویاند اجمل سبحاني د خلکو اندېښنې نه مني او په وینا یې د ځنګلونو د ساتنې لپاره یې په بېلابېلو ولسوالیو کې نږدې سل کسیزه قعطه فعالیت کوي او هیڅوک نه پرېښودل کېږي چې ځنګل پرې کړي.
سبحاني زیاتوي: «پخوا به د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزادو، حصارک، شینوارو او نورو بېلابېلو ولسوالیو کې ځنګلونه پرې کېدل، خو په دې وروستیو کې د دې مخنیوی شوی او دغه راز ګڼ شمېر کسان هم نیول شوي چې برقي ارې او نور وسایل یې هم درلودل. همدارنګه هغه کان کیندونکي شرکتونه چې فعالیت کوي سپارښتنه شوې چې د ځنګل ونې پرې نه کړي او پر دوی هر وخت څار کوو.»
ننګرهار کې د ځنګلونو د وهلو په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو په ځانګړې توګه نورستان او کونړ کې په پراخه کچه ځنګلونه وهل شوي او بهر ته قاچاق شوي دي.
