اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د یو کور د کوټې چت پریوتو له کبله شپږ ماشومان مړه شوي دي.
کندهار کې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې لپاره د طالبانو رییس عبدالسلام عمري وايي، چې دغه پیښه تېره شپه (چهارشنبه، ۱ د سلواغې) د ډنډ ولسوالۍ په «کرز» سیمه کې رامنځته شوې.
عمري زیاتوي، چې د کوټې چت د ورښت او توپان له امله پریوتی او پر مهال یې شپږ ماشومان مړه شوي دي.
هغه د ماشومانو او د دې کورنۍ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کي ده، چې نن هم د کندهار په ګډون په ۳۰ ولایتونو کي د بارانونو، واورې او توپاني بادونو اټکل شوی دی.
