اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې پر یوه چینایي رستورانت د برید په غبرګون کې ویلي، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو دا برید په کلکه غندلی او د افغانستان او چین د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
دغه شورا ټینګار کړی، چې د دې ترهګریزو کړنو تنظیموونکي، مالي تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي باید ځواب ورکولو او عدالت ته وسپارل شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو له هېوادونو غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړهلیکونو له مخې د خپلو ژمنو سره سم، په دې برخه کې له ټولو اړوندو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي.
د دوشنبې له غرمې وروسته د کابل د شهرنو په «ګلفروشي» کوڅه کې په یوه رستورانت کې چاودنه وشوه.
طالبانو اعلان کړی، چې دا چاودنه په هغه رستورانت کې شوې، چې د افغانستان او چین د وګړو لهخوا په ګډه اداره کېده.
په کابل کې د طالبانو پولیسو ویلي، چې په دې چاودنه کې شپږ افغانان او یو چینایي وګړی وژل شوي دي. دغه راز په دې چاودنه کې دیارلس نور کسان ټپیان شوي، چې چینایي اتباع هم پکې شامل دي.
داعش په یوه اعلامیه کې د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې ځانمرګي بریدګر د چینایي اتباعو د راټولېدو وروسته خپل چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې.
