اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو کس خپله میرمن وژلې ده.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱ د سلواغې) د لښکرګاه ښار په دویمه ناحیه کې رامنځته شوې.
سرچینې زیاتوي، چې د «اسماعیل» په نوم کس خپله میرمن چې «وحیده» نومیده لومړی وژلې او وروسته یې ورته جسد په یوه بوجۍ کې اچولی دی.
د سرچینو په خبره، چې یاد کس د طالبانو لهخوا نیول شوی. خو طالبانو د یادې وژنې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هلمند په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي. د ټولنیزو فعالانو په باور، کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او ناوړه دودونه یې مهم لاملونه بلل کېږي.
