له پېښو سره د افغانستان ملي ادارې چې اوس د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي چې د وروستیو دوو ورځو پر مهال د ورښتونو له امله په شپږو ولایتونو کې ۱۱ تنه مړه شوي او درې نور ژوبل دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن (پنجشنبه، ۲ د سلواغې)ویلي چې دا کسان په پروان، بامیان، میدان وردګ، کندهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې مړه شوي.
ده همدا راز ویلي چې نهه کورونه د ورښت له امله یو څه زیانمن شوي، ۱۱ کورنۍ متضررې شوې او ۵۳۰ څاروي هم تلف شوي دي.
له پرون راهیسې د هیواد په زیات شمېر ولایتونو کې واوره او باران پیل شوي.
د دې ورښتونو له امله سالنګ او د ولایتونو تر منځ ځیني نورې لويي لارې تړل شوې دي.
