هلمند کې په یوه ترافیکي پېښه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت په مربوطاتو کې د کابل – هرات پر لویه لار «سنګیلان» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن (پنجشنبه، ۲ د سلواغې) سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، دا پېښه د یوه بار وړونکي ټېلر او «لوکسل» موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه شوي.

د سرچینو په خبره، ټپیان بُست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

بلخوا، هلمند کې د طاابانو امنیې قومندانۍ هم دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه